Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي امارت ډپيلوماتانو په عمان کې خپل کار پيل کړ

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، د اسلامي امارت ډپيلوماتانو د روانې اوونۍ د یک‌شنبې په ورځ، په عمان کې د افغانستان په سفارت کې خپل کار پیل کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ویلي چې، په عمان کې د کوربه هېواد په همکارۍ د اسلامي امارت د سفارت د فعالیتونو بیا پیلېدل به، د کابل او مسقط ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او مذهبي اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولري.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاتوي:«له دغې ورځې را په دې خوا یې، خپل فعالیتونه او خدمتونه په عادي توګه پيل کړي دي، د کوربه هېواد په همکارۍ د یاد سفارت د فعالیتونو بیا پيلېدل به د کابل او مسقط ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او دیني اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.»

ورته مهال د سیاسي چارو ځينې کارپوهان وايي چې، له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو جوړول کولای شي د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ تعامل کې ښه اغېز ولري.

د سیاسي چارو بل شنونکی معین ګل څمکنی هم څرګندوي:«که‌ موږ له بهرنیو هېوادونو سره نږدې شو، کېدای شي چې، په افغانستان کې اقتصادي بیارغونه هم وشي او ترڅنګ یې د لوېدیځ او افغانستان ترمنځ به یو پول رامنځه کړي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی معین ګل څمکنی هم څرګندوي:«که‌ موږ له بهرنیو هېوادونو سره نږدې شو، کولای شو چې، په افغانستان کې اقتصادي بیارغونه هم وشي او ترڅنګ یې د لوېدیځ او افغانستان ترمنځ به یو پول رامنځه کړي.»

د اسلامي امارت د چارواکو په وینا تر اوسه د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د سرپرست حکومت ۳۸ سفارتونه او قونسلګرۍ فعالې دي.

د سیاسي چارو ځينې کارپوهان وايي چې، له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو جوړول کولای شي د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ تعامل کې ښه اغېز ولري.

تصویر بندانگشتی

بهرنیو چارو وزارت ویلي چې، د اسلامي امارت ډپيلوماتانو د روانې اوونۍ د یک‌شنبې په ورځ، په عمان کې د افغانستان په سفارت کې خپل کار پیل کړی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال حافظ ضیا احمد تکل ویلي چې، په عمان کې د کوربه هېواد په همکارۍ د اسلامي امارت د سفارت د فعالیتونو بیا پیلېدل به، د کابل او مسقط ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیزو او مذهبي اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولري.

د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند زیاتوي:«له دغې ورځې را په دې خوا یې، خپل فعالیتونه او خدمتونه په عادي توګه پيل کړي دي، د کوربه هېواد په همکارۍ د یاد سفارت د فعالیتونو بیا پيلېدل به د کابل او مسقط ترمنځ د سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او دیني اړیکو په پیاوړتیا کې رغنده رول ولوبوي.»

ورته مهال د سیاسي چارو ځينې کارپوهان وايي چې، له اسلامي هېوادونو سره د اړیکو جوړول کولای شي د اسلامي امارت او نورو هېوادونو ترمنځ تعامل کې ښه اغېز ولري.

د سیاسي چارو بل شنونکی معین ګل څمکنی هم څرګندوي:«که‌ موږ له بهرنیو هېوادونو سره نږدې شو، کېدای شي چې، په افغانستان کې اقتصادي بیارغونه هم وشي او ترڅنګ یې د لوېدیځ او افغانستان ترمنځ به یو پول رامنځه کړي.»

د سیاسي چارو بل شنونکی معین ګل څمکنی هم څرګندوي:«که‌ موږ له بهرنیو هېوادونو سره نږدې شو، کولای شو چې، په افغانستان کې اقتصادي بیارغونه هم وشي او ترڅنګ یې د لوېدیځ او افغانستان ترمنځ به یو پول رامنځه کړي.»

د اسلامي امارت د چارواکو په وینا تر اوسه د نړۍ په ځينو هېوادونو کې د سرپرست حکومت ۳۸ سفارتونه او قونسلګرۍ فعالې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه