د کورنيو چارو وزارت مرستيال خوست کې د جهادي څېرې جلال الدین حقاني یاد غونډې ته د خبرو پرمهال وايي، شته نظام کې يو لړ ستونزې شته خو د هواري لپاره يې د شرعي اصولو په رڼا کې د خلکو مشورو او رايې ته اړتيا لري.
محمد نبي عمري وويل: «ځوانه د الله په خاطر باندې هغه تجربه چې زموږ شته او دې تا نشته، په دا ارزه برزه خلکو پسې مه ځه، دنيا او اخرت دې تباه کېږي. د خدای خاطر وکړه، د خپل امارت ومنه، د دې حمايت وکړه، د دې دفاع وکړه.
بعضې مشکلات په موږ کې هم شته، اوليا نه يو، انبيا نه يو، د خلکو نظرونو او ناستو ته اړتيا شته، مشوورو ته اړتيا شته چې له دين سره په ټکر کې نه وي، په دې کار بحثونه هم روان دي، خو ته د امارت ګټه او تاوان وسنجوه.»
محمد نبي عمري د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې له خلکو وغوښتل، چې د اسلامي امارت ملاتړ وکړي او شته اصول او مقررات په پام کې ونيسي.
نوموړي وويل: « د خپل امارت د قوانينو، طرزالعمل او لوايحو نه پاس قدم مه ږدئ، په پرديو پسې مه ځغلئ، که مو موږ ليدو او د پرديو غلامي مو کوله بيا ته د دې حق لرې موږ له ګريوانه ونيسئ او راته ووايې، چې ته جاسوس يې، خاين يې او د پرديو غلام يې.»
د دې غونډې ګډونوالو بيا غوښتنه کړې، چې اسلامي امارت بايد د خلکو له تجربو او په تېره بيا د ځوانانو له وړتياوو څخه د حکومت په اډانه کې ګټه واخلي.
په دې اړه مو اندونه