Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بردي محمدوف: افغانستان باید له نړۍوالې ټولنې سره یوځای او اقتصادي شریک شي

د ترکمنستان ولسمشر سردار بردي محمدوف په قزاقستان کې، د منځنۍ اسیا او جرمني په غونډه کې ویلي چې، افغانستان باید د نړۍوالې ټولنې غړی وي.

ښاغلي بردي محمدوف له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې، پر یو سوله‌ییز او ارزښتناکه اقتصادي شریک باندې د افغانستان په بدلېدو کې همکاري وکړي.

ښاغلي محمدوف ټينګار کړی چې، د منځنۍ اسیا او جرمني هېوادونه باید دغو موضوع‌ګانو ته په نړۍواله او سیمه‌ییزه کچه پاملرنه وکړي او له افغانستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پراخې کړي.

د ترکمنستان ولسمشر سرادر بردي محمدوف زیاته کړې:«موږ په دې باور یو چې، نړۍواله ټولنه باید له افغانانو سره همکاري وکړي او پر خپلو مسوولیتونو عمل وکړي. نړۍواله ټولنه باید له افغانستان سره مرسته وکړي چې، پر یوه ټیکاو لرونکي، سوله‌ییز او اقتصادي شریک هېواد بدل شي. افغانستان باید د نړۍوالې ټولنې غړی وي.»

ورته مهال اسلامي امارت د ترکمنستان د ولسمشر څرګندونې ستایي او وایي چې، افغانستان او ترکمنستان ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او د دغو اړیکو د پراختیا لپاره لا هم هڅې روانې دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وايي:«له اقتصادي پلوه افغانستان د ښه‌والي په لور روان دی؛ خو دغه موضوع د هېوادونو همکارۍ ته اړتیا لري چې، باید وشي او د ترکمنستان دريځ ارزښتناک او مثبت دی.»

ترکمنستان یو له هغو هېوادونو دی چې، د اسلامي امارت تر بیا واکمنېدو وروسته یې له افغانستان سره خپلې اړیکې خوندي کړې او د ترک سازمان هېوادونو په نهمه سرمشریزه کې یې هم د افغانستان د وضعیت د ښه‌والي لپاره د هڅو د چټکتیا غوښتنه کړې وه.

د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردک وايي:«دغه هېوادونو پر دې ټينګار کوي چې، نړۍوال له اسلامي امارت سره په ټولو برخو کې همکاري وکړي؛ څو هغه ستونزې چې، اوس یې لرو که هغه اقتصادي دي او که سیاسي باید د دوحې او یا هم د دغو هېوادونو له لارې حل کړو.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر هم څرګندوي:«په هره کچه چې، د اقتصادي شریانونو له لارې اقتصادي روزنې ډېرې وي، کېدای شي چې، د دخیلو هېوادونو په ګټه پرېوځي. نو افغانستان کولای شي چې، د منځنۍ او سوېلي اسیا ترمنځ ارتباطي پول وي او ترکمنستان ته هم یو ښه ټرانزیټي مسیر بلل کېدای شي.»

تر دې وړاندې هم د ترکمنستان ولسمشر د ټاپي پروژې د عملي چارو د پرانیستې مراسمو کې د دواړو هېوادونو د اړیکو پر دوام ټینګار کړی او ویلي یې و چې، ترکمنستان د عشق‌اباد او کابل ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په هڅه کې دی.

اسلامي امارت د ترکمنستان د ولسمشر څرګندونې ستایي او وایي چې، افغانستان او ترکمنستان ښې سیاسي او اقتصادي اړیکې لري او د دغو اړیکو د پراختیا لپاره لا هم هڅې روانې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه