Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستانه د امریکا پر وتلو د ټرمپ نیوکه؛ دبګرام اډه به بېرته ترلاسه کړم

د امریکا پخواني ولسمشر او د دغه هېواد د ولسمشریزو ټاکنو نوماند ډونالډ ټرمپ د خپلو پلوانو په منځ کې یوځل بیا له افغانستانه د امریکا وتلو ته نغوته کړې او ویلي یې دي چې، په ټاکنو د بریا په صورت کې، د بګرام هوايي اډه به بېرته ترلاسه کړي.

ښاغلي ټرمپ په افغانستان کې د امریکا حضور چین ته د هغه د نږدې‌والې پورې تړلي او زیاتوي چې، افغانستان چین ته د نږدې‌والي په پار د امریکا لپاره مهم دی.

د جمهوري غوښتونکو د نوماند د څرګندونو پر بنسټ، د بګرام د هوايي اډې له لاسه ورکول د امریکا لپاره نه جبران کېدونکی زیان دی.

ډونالډ ټرمپ د خپلو پلویانو په منځ کې ویلي:«که‌چېرې هغو څيزونو ته چې، له لاسه مو ورکړي دي وګورو، د تېلو د تولیدونکو په کتار کې زموږ موقعیت، د بګرام د هوايي اډې تر لاسه ورکولو، کولای شو تصور کړو چې، څومره زیانمن دی. باید بېرته یې ترلاسه کړو. تصور کړئ، که‌چېرې زموږ تولید ونه‌درېږي او د نړۍ تر ټولو لویه هوايي اډه چې، په نیمه شپه کې مو له لاسه ورکړه، له لاسه نه‌ورکوله، زموږ د هېواد موقف به په ځلونو ښه و؛ خو په ډاډ سره ستاسو په رایو او ستاسو په ملاتړ یې بېرته ترلاسه کولای شو.»

ډونالډ ټرمپ د خپلې وینا په یوې بلې برخه کې، ویلي که‌چېرې د امریکا ولسمشر وای، د بګرام هوايي اډه یې نه‌پرېښوده. 

د امریکا پخواني ولسمشر او د جمهوري غوښتونکو نوماند زیاته کړې:«موږ غواړو چې، دغه اډه د چین په خاطر ولرو، نه د افغانستان لپاره، د چین تر اټومي اډې یوازې یو ساعت واټن لري. موږ دا ټول له لاسه ورکړي دي. د وتلو بهیر هم شرمونکی و.»

که‌څه هم اسلامي امارت د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو د اسلامي امارت چارواکو له دې مخکې په ځلونو ټينګار کړی، چې په افغانستان کې هېڅ هېوا ته د پوځي حضور اجازه نه‌ورکوي ‌

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه