Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سترې محکمې تېر کال ۱۸۵ زره قضیې حل کړې دي

ستره محکمه وايي، تېر کال کې يې تر ۱۸۵ زره ډېرې قضیې حل کړي چې له دې څخه يې درې زره د ښځو اړوند وې.

د سترې محکمې چارواکي د خپل کلني راپور وړاندې کولو پرمهال دغه راز ویلي، دغه موده کې یې شاوخوا ۱۷۹ زره او ۸۱۸ بېلابېل وثایق اجرا کړي دي.

د سترې محکمې د جزا دیوان لوی رییس، عتیق الله دروېش و ویل: « درې ګونو محاکمو ته راغلو، جمع شویو حقوقي او جزایي قضیو ټولیزې شمېرې ۲۵۰ زرو او ۲۶۷ ته رسېږي، چې له دې ډلې د هېواد په ابتدایه محکمو کې ۲۰۳ زره او ۴۷۸ قضې راغلي دي.»

عتیق الله دروېش زیاتوي، د اسلامي امارت د رهبر د فرمان لمخې د کوچني او لوی اختر په مناسبت يې څه د پاسه دوه زره کسان له بنده ازاد کړي او د نږدې دوه زره نورو بندیانو د بند موده یې کمه کړی ده.

هغه زیاته کړه: « د لوی او کوچني اختر په مناسبت ۲۳ زره او څلور تنه له بنده خوشې او ۱۹۲۰ تنو نورو د بند موده کمه شوې ده.»

دوی ټینګار کوي، چې د سترې محکمې عالي شورا تېر کال کې ۳۸ غونډې کړي او د ۱۹۱ بېلابېلو مهمو موضوعاتو په اړه یې پرېکړې کړې دي.

د سترې محکمې مسوولین وايي، هغه وضعي قوانین چې له اسلام سره په ټکر کې دي، په اسلامي نظام کې د تطبیق وړ نه دي.

د سترې محکمې د تمیز مرکزي رییس، محمد شریف حقاني و ویل: « دلته له دې امله چې مسایل ډېر دي چې وخت نیسي. داسې نه ده چې محکمو سستي کړې وي یا د یو چا حق ضایع شوی وي او په حق کې یې فیصله ونشي.»

د سترې محکمې اداري مرستیال، عبدالمالک حقاني و ویل:« زموږ په اسلامي امارت کې شخصي وضعي قوانین چې په هغه کې مصالح موجود نه وي، له اسلام سره په ټکر کې وي، هیڅکله پرې عمل کېدای نشي.»

د سترې محکمې د معلوماتو لمخې، د دې ادارې د تفتیش لوی ریاست موظف پلاوي، ۵۳۳ موضوعات له نافذه اصولو او مقرراتو سره سم تفتیش کړي دي.

د سترې محکمې مسوولین وایي، تېر کال کې د کابینې ۳۳۵ مصوباتو او د اسلامي امارت د رهبر د حکمونو او فرمانونو په اړه اصولي اجرات شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه