Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کورنیو چارو وزارت سرپرست: نړۍ دې له مشروع لارې په ابادۍ کې برخه واخلي

د کورنیو چارو وزارت سرپرست پکتیا ته د سفر پرمهال وايي نړیوالې ټولنې منلې چې افغانستان نور نړۍ ته ګواښ نه دی.

خلیفه سراج الدین حقاني دغه راز د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې زیاتوي نړۍ د افغانستان د کانونو استخراج برخه کې پانګونې ته لېواله ده.

خلیفه سراج الدين حقاني زياتوي چې اوس د دې شرایط برابر دي، چې نړيوال د يو مشروع تعامل له لارې د افغانستان په بيارغونه او پرمختګ کې ونډه واخلي.

خلیفه ښاغلي حقاني و ویل: موږ په مشروع طریقه دوی ته زمینه برابرو چې دلته په افغانستان کې دوی د یوه مشروع تعامل له لارې، د افغانستان په بیا ابادولو کې د افغانستان په بیا پرمختګ کې، دوی له موږ سره یوه تعامل ته رسیږي.

ښاغلي حقاني د خپلو خبرو په يوه بله برخه کې وايي چې نړيوال د افغانستان د کانونو د استخراج برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.

د نوموړي په خبره د قوش تيپې او ټاپې په څېر د سترو ملي او نړيوالو پروژو چارې روانې دي.

هغه زیاته کړه: افغانستان د ځمکې لاندې ډېر غني هېواد دی خو د ځمکې دپاسه ډېر فقیر دی. ددې ځمکې لاندې خزانې به خدای را وباسي ان شالله، دنیا به ورته محتاجه وي.

په ورته مهال د پکتيا قومي مشران او اوسېدونکي په دې غونډه کې له سرپرست حکومته د پوهنې، روغتيا او نورو برخو کې د اسانتیاوو سربېره د بنسټيزو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.

پکتیا کې قومي مشر، داوود په دې اړه و ویل: زموږ ځمکې ډېرې کمې دي. دلته موږ چېک ډېمونو ته، بندونو ته لکه د لکڼۍ بند دی، د عثمانخیلو بند دی.

یوه بل قومي مشر، شفيق توتا خېل هم زیاته کړه: ځوانان له لوړو زده کړو فارغ دي. هغوی غواړي چې له خپلو مسوولینو سره اوږه په اوږه کار وکړي او د دې دریدلي ولس د دردونو دوا وګرځي.

د کورنيو چارو وزارت سرپرست دغه راز ډاډ ورکوي چې پکتيا کې د يو شمېر پروژو لکه د مچلغو بند، ګرديز - پټان سړک او يو شمير ولسواليو ته د برښنا لېږد سربېره ځينې نورې پروژې منظورې شوې او نږدې راتلونکي کې به یې عملي چارې پیل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه