Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسحاق ډار: د افغانستان د وضعیت په اړه اسلام اباد او مسکو نږدې همکاري لري

د پاکستان بهرنیو چارو وزیر او د لومړي وزیر مرستیال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر له مرستیال سره په ګډه خبري غونډه کې وايي موخه یې په افغانستان کې د سولې او ټیکاو د ټینګښت لپاره د همکاریو دوام دی.

ډار ویلي: (پاکستان، روسیه د سویلي او منځنۍ اسیا په لویدیځ کې یو مهم لوبغاړی ګڼي، پاکستان او روسیه د افغانستان په اړه ښه همکاري لري، زموږ موخه په افغانستان کې د سولې او ټیکاو لپاره له روسي ملګرو سره د همکاریو دوام دی.)

ورته مهال د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال د پاکستان، روسیې او افغانستان ترمنځ د اقتصادي اړیکو ارزښت ته په نغوتې سره وایي، دمګړۍ هم ددغو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې په ښه کچه کې دي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر مرستیال، سرګي ریابکوف وايي: (همدا اوس د ایران، ترکمنستان او یا مخامخ د افغانستان له لارې او بیا د شمال له لارې منځنۍ اسیا ته د بار وړونکو توکو د لېږد ډېرې ښې بېلګې شته، دا ټول پېښېږي او دا ډېر مهم پرمختګونه دي.)

د سیاسي او اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان بیا د روسیې، پاکستان او افغانستان ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو پراختیا مهمه ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالنصیر رښتیا وايي: لکه څرنګه چې افغانستان اوس هم د اقتصادي بندیزونو لاندې دی. د سیمې له هېوادونو سره ښې اقتصادي اړیکې د دې لامل کیدای شي موږ د دغو بندیزونو د لرې کولو په برخه کې بریالي شو.

د سیاسي چارو شنونکی، ادریس محمدي ځاځي په دې اړه بیا و ویل: دغو هېوادونو سره دوستي او انډیوالي کول او داسې چلند کول چې راتلونکې کې درته زیان و نه رسوي. یا داسې پالیسي غوره کول چې د دواړو لورو پر ګټو و څرخيږي.

روسیه د هغو هېوادونو له ډلې دی چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته له اسلامي امارت سره ښې اړیکې لري او په ځلونو د افغانستان په تړاو د بیلابیلو غونډو کوربه وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه