د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال وایي، د افغانستان دښمنان هڅې کوي چې د اقتصادي جګړې له لارې افغانان وځپي.
عبدالطیف نظري وایي، د افغانستان دښمنانو ونشوه کولای چې له سیاسي او پوځي لارو خپلو موخو ته ورسیږي.
عبدالطیف نظري و ویل: « د افغانستان دښمنانو چې ونشوه کولای چې له سیاسي او پوځي لارو خپلې موخې ترلاسه کړي، غواړي د اقتصادي جګړې له لارې زموږ خلک په ګونډو کړي.»
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت مسلکي مرستیال زر محمد حقاني و ویل: « دا د حکومت مسوولیت دی چېس سوداګري، صنعت او کاري زمینې رامنځته کړي او خلکو ته د ژوند اسانتیاوې برابرې کړي.»
د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، اسلامي امارت باید په بېلابېلو برخو کې پانګوالو ته لا زیاتې اسانتیاوې برابرې کړې څو په بېلابېلو برخو کې افغانستان پر ځان بسیاینې ته ورسیږي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي و ویل: «دولت باید اسانتیاوې رامنځته کړي، قوانین جوړ کړي، دولت باید زمینه جوړه کړي برښنا راوړي او فساد لمنځه ویسي.»
د یو خصوصي شرکت مسوولین چې "د مبایل له لارې د برښنایي خدماتو" نوي محصول پرانیستې په موخه غونډه جوړه کړې، وايي، د مبایل له لارې یې له پولي خدماتو موخه اسانتیا او د افغانیو له زړښت مخنیوی دی.
د خصوصي شرکت اجرایوي رییس، اجمل خان مومند و ویل: « ستاسو راکړه ورکړه په رڼه، چټکه او غوره توګه ترسره کیږي، موږ د مبایل له لارې د دولتي او غیر دولتي ادارو معاشونه او ځینې نور خدمات ورته وړاندې کوو.»
په دې وروستیو کې افغانستان بانک او یو شمېر نورو شرکتونو هم هڅې پیل کړي، چې د پیسو د زړښت مخنیوي لپاره برښنایي پیسې دود کړي.