د بندخونو د چارو مسوولین وايي، هڅه کوي د هېواد په بندخونو کې د زده کړو بهیر پراخ کړي.
دوی زیاتوي، چې پخوا په بندخونو کې له بندیانو سره ناوړه چلند کېده، خو اوس بندخونې د اصلاح او زده کړو په مرکزونو بدل شوي دي.
د یادې ادارې د ښوونې او روزنې رییس وایي، چې پخوا زندانونه د شکنجې او بد چلند ځایونه وو؛ خو اوس د اصلاح او روزنې په مرکزونو بدل شوي دي.
نظر محمد ناصري وايي: د زندانونو چارو د سمون ادارې د رهبرۍ لاندې به محابس داسې جوړو چې دلته به داسې تنکي ځوانان په ښوونځيو کې شاملیږي. هغه چا چې مکتب پرېښی وي دلته چې راغی مخ ته ټولګي ته به پرمختګ کیږي.
د بندخونو چارو ادارې نظامي مرستیال، حبیب الله بدر هم وايي: دا چې له دې ځایه ووځي، معلم به وي، ښوونکی به وي، حافظ به وي. حرفوي زده کړې که یې کړې وي، خپلې کورنۍ ته به نفقه پیدا کوي.
د دغه مرکز رییس وايي، نږدې دوه سوه تنه فارغان يې د ملاتړو بنسټونو په همکارۍ په بېلابېلو مسلکونو او د قرآن کريم د تفسير په څانګه کې روزلي او نن يې د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
بل لور ته د کابل ښار د پوهنې رييس هم چې په دې پروګرام کې حضور درلود، ټينګار کوي چې باید د هېواد په زندانونو کې د ټولو بنديانو حقونه خوندي وي.
د کابل ښار د پوهنې رییس، عبدالباسط حقاني وايي: له حرفوي زده کړو د فارغو شمېر ۱۳۵ تنو ته رسیږي او د سیرت نبي ص د فارغو شمېر ۳۶ تنه دي.
د کابل د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز رییس، شرافت الله حقاني هم داسې و ویل: تاسې هم داسې حق لرئ لکه نور ماشومان او ځوانان چې حق لري. تاسې حق لرئ چې تاسې مدرسې ته ولاړ شئ. تاسې حق لرئ چې ښوونځي ته ولاړ شئ. تاسې حق لرئ چې ازاد و اوسیږئ.
ورته مهال یو شمېر بندیان وايي، چې د دغه ډول پروګرامونو جوړول د هغوی په فکري او ټولنیزه وده کې ګټور دي.
یو بندي ماشوم وايي: «د دوو سیالانو ترمنځ چې سیالي وي، ډېره ښه وي. هڅول کیږي او پرمختګ کوي.»
د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز دغه راز وایي، چې دمګړۍ په یاد مرکز کې څه باندې ۳۵۰ ماشومان چې بېلابېل جرمونه یې ترسره کړي؛ بندیان دي.