Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

روان کال کې د ډبرو سکرو په صادراتو کې ۵۰ سلنې کمښت راغلی

د سوداګرۍ او پانګونې خونه وایي، د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د ډبرو په صادراتو کې څه د پاسه ۵۰ سلنې کمښت راغلی دی. 

د دې خونې د مسوولینو د معلوماتو لمخې، د روان لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د څه باندې ۵۲ میلیونه ډالرو په ارزښت له ۵۲۹ زره ټنو ډېر د ډبرو سکاره چین، هند، پاکستان، ترکیې، ایران، او متحده عربي اماراتو ته صادر شوي دي.

دوی د افغانستان او پاکستان تر منځ راولاړې شوې ستونزې، د نړۍوال بازار پر تله د ډبرو سکرو د بیې لوړوالی او د صادروونکو پر وړاندې د تعرفې زیاتوالی؛ د ډبرو سکرو په صادراتو کې د کمښت اصلي لاملونه ګڼي.

د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړي، خانجان الکوزي طلوع نیوز ته و ویل: « تېر کال مو شاوخوا ۷۷۱ زره ټنه صادر کړې و، خو سږ کال مو شاوخوا ۵۰ زره ټنه صادر کړي، چې د تېر کال لومړیو شپږو میاشتو پرتله ۲۰ یا ۲۵ زره ټنه کم دي.»

د اقتصادي چارو ځینې شنونکي وايي، د ډبرو سکرو صادرات د هېواد د اقتصاد په لا وده کې مهم رول لري او په خبره یې که ایستل شوي د ډبرو سکاره په کور دننه پروسس شي؛ نو ډېر شمېر هېوادوالو ته به د کار زمینه هم برابره شي.

د اقتصادي چارو شنونکي، سیر قریشي و ویل: «‌ که د ډبرو سکاره په مسلکي او رڼه توګه استخراج شي، هم دولت ته عواید برابروي او که په کور دننه پروسس شي، کاري زمینې هم رامنځته کوي.»

د ډبرو سکاره د افغانستان یو له ارزښتمنو معدني سرچینو شمېرل کېږي او د اسلامي امارت د مسوولینو په وینا، د هېواد د عوایدو یوه برخه جوړوي.

د ډبرو سکرو د صادروونکو ټولنې رییس، محمد رسول توتاخېل و ویل: « د امارتي شرکتونو له ریاسته مو هیله ده، چې د ډبرو سکرو صادروونکو ته د نړۍوال بازار سره سم بیه ورکړي، څو افغان سوداګر خپل بازار لاسته راوړي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو لمخې، افغانستان کې د ډبرو سکرو ذخیرې د بدخشان له غرونو نیولې تر هراته چې، شاوخوا ۷۰۰ کیلومتره کېږي؛ شته دي.

د هېواد د ډبرو سکرو ځینې کانونه کورنیو شرکتونو ته په قرار داد ورکړ شوي او د بلخاب حوزې د ډبرو سکرو عواید د قوش تېپې کانال پر جوړولو لګول کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه