Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

شهباز شریف ته د اسلامي امارت ځواب؛ افغانستان کې ترهګرې ډلې نشته

اسلامي امارت، د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۹مه غونډه کې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف، هغه څرګندونې چې، ګواکې په افغانستان کې ترهګرۍ ډلې شتون لري ردوي او یوځل بیا ټینګار کوي چې، له افغانستانه هېڅ هېواد ته به ګواښ نه‌وي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت طلوع‌نیوز ته ویلي چې، سرپرست حکومت د سیمې له مثبتو سیاستونو ملاتړ کوي او په افغانستان کې هېڅ ډلې ته د فعالیت اجاز نه‌ورکوي.

د اسلامي امارت مرستیال ویاند زیاتوي:«افغانستان د هېچا پر وړاندې خطر او ګواښ نه‌دی. موږ په افغانستان کې بهرنیو ډلو ته د فعالیت اجازه نه‌ورکوو او نه څوک پرېږدو چې، د افغانستان له خاورې نور هېوادونو ته ګواښ متوجه کړي.»

له دې مخکې، د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف د ملګرو ملتونو سازمان په سرمشریزه کې ادعا کړې وه چې، په افغانستان کې ترهګرې دلې شتون لري او اسلامي امارت باید د دغو ډلو پر وړاندې اقدام وکړي.

ښاغلي شهباز د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په ۷۹مه غونډه کې په افغانستان کې د یوه ټولګډني حکومت پر جوړېدو او د ښځو حقونو ته پر درناوي ټينګار کړی دی.

شهباز شریف څرګندوي:«موږ د نړۍوالو تمې تاییدوو چې، د افغانستان لنډمهالی حکومت باید بشري حقونو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وکړي او سیاسي مشارکت ترویج کړي. سرپرست حکومت باید په افغانستان کې د ټولو ترهګرو ډلو د شنډولو لپاره اغېزناک اقدامات وکړي، په ځانګړي ډول د هغو کسانو پر وړاندې چې، د ګاونډیو هېوادونو پر وړاندې له پولې اخوا د ترهګریزو فعالیتونو مسوول دي.»

په دې غونډه کې د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ بیا د افغان ښځو پر وړاندې پر محدودیتونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې، دغه محدودیتونه د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ وویل:«اسټرالیا د دې اوونۍ په پیل کې له جرمني، کاناډا او هالند سره یو ځای د ښځو او نجونو د حقونو د نقض له امله د افغانستان حکومت تر نړۍوالو قوانینو لاندې ځواب ویلو ته راوباله. طالبانو ښځې د افغانستان له تصویره محوه کړې دي. هر هېواد چې، غواړي په بشپړ ډول پرمختګ وکړي، باید د خپلو ټولو خلکو بشپړ مشارکت وهڅوي.»

دغه‌راز د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر په دې غونډه کې وویل چې، د افغانستان له خلکو ملاتړ د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره تر ټولو مهم ټکی دی.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف هم وايي:«د امنیت د ټینګښت تر ټولو مهمه برخه دا ده چې، له افغانستان سره همکاري وشي او د سولې، اقتصادي بیا رغونې، ټولنیزې ودې او بشري ستونزو د حل په موخه د افغانانو ملاتړ وشي.»

که څه هم اسلامي امارت د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیر د څرګندونو په تړاو څه نه وایي، خو د پاکستان د لومړي وزیر څرګندونې یې ردوي. 
د اسلامي امارت په وینا، له افغانستانه هېڅ هېواد ته ګواښ نشته او سرپرست حکومت هېڅ بهرني ډلې ته په افغانستان کې د فعالیت اجازه نه ورکوي.

د دې غونډې په څنډه کې د ازبیکستان د بهرنیو چارو وزیر د ملګرو ملتونو له سر منشي سره د افغانستان د وضعیت په تړاو خبرې اترې وکړې.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزیرې پني وانګ بیا د افغان ښځو پر وړاندې پر محدودیتونو نیوکه وکړه او ویې ویل چې، دغه محدودیتونه د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې خنډ ګرځي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه