د ملګرو ملتونو د ۷۹عمومي اسمبلۍ په څنډه کې د څلورو هېوادونو روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو د افغانستان په تړاو غونډه وکړه.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې اعلامیه کې ویلي چې، په دې ناسته کې ګډونوال دې پایلې ته رسېدلي چې، پرته له خبرو اترو او له افغانستان د سرپرست حکومت سره له همکارۍ پرته، د افغانستان لپاره حل لار نشته.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیانیه کې راغلي:«ګډونوالو د افغانستان د وضعیت په تړاو خپلې تګلارې پرتله کړې او ټینګار یې وکړ چې د افغانستان له اوسنيو چارواکو سره د متقابل درناوي پر بنسټ خبرې او د شراکتي اړیکو جوړول هېڅ بدیل نهلري.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم په یوه اعلامیه کې ویلي چې، دا ناسته د ایران د بهرنیو چارو وزیر په کوربتوب ترسره شوې.
په دې اعلامیه کې سید عباس عراقچي د افغانستان د امنیتي وضعیت په تړاو خبرداری ورکړی او د ترهګرو ډلو پر وړاندې یې د یوه واحد ائتلاف د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د ایران د بهرنیو چارو زویر سید عباس عراقچي ویلي:«ترهګرې ډلې لکه داعش نه یوازې د افغانستان خلکو ته؛ بلکې د سیمې امنیت ته ګواښ پېښوي. ګاونډي هېوادونه نهشي کولای اجازه ورکړي چې، په افغانستان کې تروریزم او افراطیت ریښې وغځوي.
اسلامي امارت د دغو څلورو هېوادونو د دریځ په هرکلي سره ویلي دي چې، خبرې اترې به د سیاسي اړیکو د ښه کېدو زمینه برابره کړي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وايي:«د روسیې، چین، ایران او پاکستان له دغه مثبت دریځه هرکلی کوو چې، له اسلامي امارت سره خبرې اترې او د سیاسي ډیالوګ له لارې خبرې اترې یوازینۍ حل لار ګڼوو، ترې هر کلی کوو او هغه تایید وو. اقعیت هم همدا دی چې، خبرې اترې او د هېوادونو ترمنځ سیاسي ډيالوګ، د مثبت تعامل زمینه برابروي.»
په دې ناسته کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د خپل هېواد لخوا د شاوخوا ۶ مېلیونه افغان کډوالو کوربتوب ته په نغوتې سره له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې، د کډوالو له کوربه هېوادونو سره همکاري وکړي.