د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، د روسیې له یوې رسنۍ سره په مرکه کې ویلي چې، له روسیې سره د سرپرست حکومت اړیکي د امریکا پرتله په ښه کچه کې دي او د کابل او مسکو ترمنځ سوداګري زیاته شوې ده.
د بهرنیو چارو زارت ویلي:«له روسیې سره نږدې ۴۰۰ مېلیونه ډالره سوداګري لرو. ښاغلی کابلوف څو ځلې کابل ته راغلی او سره مو کتلي دي او زه هم مسکو ته تللی یم. دغه اړیکې د هغو اړیکو پرتله چې، له امریکا سره دي، ښې دي.»
ښاغلی متقي دغهراز زیاتوي چې، په افغانستان کې داعش ډله د بهرنیو ځواکونو د حضور پر مهال فعاله وه؛ خو اوس دا ډله په فزیکي ډول د افغانستان په هېڅ سیمه کې په واک نهلري. د هغه په باور، ځینې بریدونه چې، په افغانستان کې ترسره شوي دي، د هغو داعشیانو لخوا شوي چې، له نورو هېوادونو افغانستان ته راغلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت سرپرست زیاته کړه:«دمګړۍ په افغانستان کې داعش حضور نهلري او د افغانستان په ۴۰ مېلیونه نفوس کې، یو کس هم د یوه داعشي پر شتون شهادت نهورکوي.»
ښاغلی متقي په خپلو خبرو کې ټینګار کړی کهچېرې پاکستان یو ځل بیا د افغانستان هوايي حریم نقض کړي، نو له سخت ځواب سره به مخ شي. د بهرنیو چارو وزارت سرپرست د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې خبره هم کړې دي.
نوموړي زیاته کړه:«تر کومه ځایه چې، د پاکستان د حکومت اقدامات مطرح دي، کهچېرې د افغانستان هوايي حریم نقض کړي او یا یې کړې ده، موږ هغه غندو او ځواب مو هم ورکړی او کهچېرې په راتلونکي کې هم وکړي، هغه غندو او ځواب هم ورکوو.»
امیر خان متقي دغهراز زیاتوي چې، ناټو او د هغې همکارانو په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې جنګي جنایات ترسره کړي، چې د دغو جنایتونو جبرانول شوني نه دي. هغه ټینګار کړی چې دغه هېوادونه باید د شل کلنې جګړې قربانیانو ته غرامت ورکړي.
په دې اړه مو اندونه