د سپټمبر ۲۸مه اطلاعاتو ته د لاسرسي له نړۍوالې ورځې سره برابره ده.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند په همدې مناسبت جوړې شوې غونډې ته ویلي، اسلامي امارت اطلاعاتو ته د لاسرسي حق تامینولو ته ژمن دی.
خبیب غفران وایي، هڅې کوي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې شته ستونزې حل کړي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند و ویل: « د اسلامي امارت له اړخه دا ډاډ دی چې صادق، پر وخت به زموږ خبرې تاسو ته رسېږي، خو په دې شرط چې امنیتي ثبات به ساتل کېږي، د ملت د ذهنونو ثبات به په پام کې نیول کېږي، ځکه دا د نظام مسوولیت دی.»
د اطلاعاتو او کلتور وزارت اطلاعاتو ته د لاسرسي رییس رحمت الله نړۍوال و ویل: « رسنیو ته دا ډاډ ورکوو، چې ستونزې خو به وي، خو زموږ هڅه به دا وي چې دا ستونزې لمنځه یوسو.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع هم په دغه غونډه کې وایي، رسنیو سره پر وخت د اطلاعاتو شریکولو ته ژمن دی.
عبدالمتین قانع و ویل: « د ولایتونو ویاندویان تل ستاسو په خدمت کې دي، کورنیو چارو وزارت ورته سیمینارونه هم جوړ کړې دي، چې موږ یې مثبت بدلونونه ولیدل او ځینو ویاندویانو رسنیو ته ښه خدمات وړاندې کړل.»
د رسنیو ملاتړو بنسټونو په دې ورځ اطلاعاتو ته د لاسرسي د قانون پرتصویب کېدو په ټینګار سره له دولتي ادارو غوښتي، چې په دې برخه کې ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د خبریالانو د خوندیتوب د کمېټې سرپرست، عبدالقدیم ویاړ و ویل: « دومره لویې موضوع ته د یوه ریاست رسېدنه ستونزمنه ده، زه بیا هم پر دې ټینګار کوم چې بیا دې یو کمیسیون جوړ شي لکه څرنګه چې پخوا و او دغه راز همغه تشکیلات دې ولري، چې پخوا و.»
ورته مهال د ځینو رسنیو مسوولین او خبریالان هم پر وخت او دقیقو اطلاعاتو ته لاسرسي مهم بولي او دغه برخه کې د اسانتیاوو غوښتنه کوي.
د طلوعنیوز ټلویزیون مسوول، ذبیح الله سادات و ویل: « راځئ هغه موارد چې تر اوسه موږ ورته لاسرسی نه لرو او یا هم ځینې موضوعات ګونګ پاتې دي، باید څه ډول اطلاعاتو ته موږ لاسرسی ولرو، کوم اطلاعات باید له رسنیو سره شریک شي او کوم اطلاعات باید په ځنډ شریک شي، ځکه ډېری وخت د خامو موادو شریکول په ټوله کې هم رسنیو او هم حکومتونو ته سر درد جوړوي.»
د شمشاد ټلویزیون مسوول، نجیب الله انورزوی و ویل: « کچېرې ناسم معلومات راځي، نو مخه به یې په سمو معلوماتو نیول کېږي، تر څو سم معلومات شریک شي.»
خبریاله، مینه اکبري وایي: « له حکومته مو غوښتنه دا ده، چې موږ ته پر وخت معلومات راکړي، هر هغه څه چې موږ یې غواړو راسره شریک شي.»
اطلاعاتو ته دلاسرسي د ارزښت په رسمت پېژندلو سره سم، د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلې په ۲۰۱۹ کال کې د سپټمبر ۲۸مه د اطلاعاتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ اعلان کړه.
په دې اړه مو اندونه