Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې د امنیت د لا تامین لپاره د موټرسایکل سپرو د قطعې جوړېدل

ننګرهار کې د امنیت د لا تامین لپاره د موټرسایکل سپرو د سل کسیزې قطعې جوړه شوې او پر فعالیت یې پیل کړی دی.

د دغه ولایت د امنیه قومندانۍ مسوولانو په وینا چې، د دغې قطعې له فعالېدو سره په جلال اباد ښار او په نورو برخو کې، د جرمونو مخه به په بشپړه توګه ونیول شي.
 
د ننګرهار امنیه قومندانۍ امنیتي مرستیال محمد طاهر مبارز په دې هکله وویل:«د سل کسیزې قطعې مجاهدین له مسلکي، دیني، عصري او نظامي زده‌کړو څخه فارغ ځوانان دي او په ټولو نظامي او عصري وسایلو سمبال دي، ان شاءالله د خپل وس مطابق د ننګرهاریانو او په ننګرهار کې چې، څومره خلک اوسېږي د ټولو د سر، مال، د ابرو او د عزت امنیت به تامینوي.»

ورته مهال د دې امنیتي قطعې سرتېري وايي د خلکو سر او مال امنیت ساتلو په موخه به ور سپارل شوې دندې په ښه توګه اجرأ کړي.

سرتېری نیاز ګل وايي:«هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې، ان شاءالله په راتلونکې کې به هېڅ ډول خطر هېوادوالو ته نه‌وي.»

سرتېري فرمان الله هم وویل:«زه د ننګرهار خلکو ته دا ډاډ ورکوم، هغه خلکو چې، مخکې غلاګانې او شوکې کولې، هغوی به ان شاءالله نیول کېږي او د قانون منګولو ته به سپارل کېږي.»

بل پلو د جلال‌اباد ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي چې، دا قطعه د امنیت ټینګښت برخه کې له امنیتي ځواکونو سره همکاري کوي.

د جلال اباد ښار اوسېدونکی هېواد الحق وايي:«پخوا به غلاګانې ډېرې وې، چانه موبایل وتښتوه، چانه جېب ووهه، مشکلات له حده زیات وو، دې قطعې سره یه ان شاءالله دا مشکلات حل شي او نور دې هم کوشش وکړي چې، امنیت ټینګ کړي.»

د جلال اباد ښار بل اوسېدونکی جاوېد میاخېل هم څرګندوي:«دا به په عام ژوند کې موږ سره ډېره زیاته همکاري وکړي، یو خو به امنیت ونیسي، د غلا مخنیوي په برخه کې، قاچاق او همداسې نور جنایي جرمونو په برخه کې موږ سره ډېره مرسته وکړي او زموږ ژوند به خوندي شي.» 

د ننګرهار امنیتي مسوولان په راتلونکې کې د دغه ولایت په لرې پرتو ولسوالیو کې هم د عامه امنیت ټینګښت او د خلکو ژوند خوندیتوب په موخه دا ډول امنیتي قطعو له فعالولو خبر ورکوي.
 
شریک یي کړئ