د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد، په کابل او بامیان کې د وروستیو بریدونو د عاملانو د نیولو خبر ورکوي.
ښاغلي مجاهد د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره ویلي چې، دغه بریدونه د داعش د خراسان څانګې د غړو له خوا شوي او هغوی د پاکستان په بلوچستان کې روزل شوي وو.
د اسلامي امارت ویاند ویلي:«د اسلامي امارت ځانګړو مجاهدو ځواکونو د فتنګرو د هغه ګروپ مهم غړي نیولي چې، د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست پر کارکوونکو یې برید ترسره کړی و او په کابل کې په یو شمیر نورو بریدونو او په بامیان ولایت کې د بهرنیو سیلانیانو په برید کې یې هم لاس درلود.»
د اسلامي امارت ویاند همدارنګه زیاته کړې چې، د کابل د برید د طراح او پلانونکي له پټنځایه، د تاجیکستان یو وګړی هم نیول شوی چې، د ځانمرګي برید هوډ یې درلود.
د غويي میاشتې پر ۲۸مه په بامیان ښار کې پر ملکیانو او بهرنیو وګړو وسلهواله برید وشو چې، په دغې پېښه کې د درېیو اسپانیویانو او درېیو ولسي وګړو په ګډون شپږ کسان ووژل شول او د درېیو هېوادوالو او څلورو بهرنیو وګړو په ګډون اووه نور ټپیان شول.
دغهراز، د وږي پر دوولسمه د فرامینو او حکمونو د تعقیب او نظارت د لوی ریاست پر کارکوونکو د ځانمرګي بریدګر لخوا په برید کې شپږ تنه ووژل شول او دیارلس نور ټپیان شول.
ذبیحالله مجاهد زیاتوي چې، د کابل د برید د طراح او تنظیموونکي له پټنځایه د سپکو او درنو وسلو د ترلاسه کېدو سربېره، یو تاجیکستانی ځانمرګی بریدګرهم نیول شوی چې، غوښتل یې ځانمرګی برید وکړي.
ښاغلی مجاهد دغهراز ټینګار کوي چې، د عملیاتو له ترسره کېدو وروسته، د داعش خراسان څانګې پاتې مشران او غړي د ځینو استخباراتي سازمانونو په مرسته، بلوچستان او خیبر پښتونخوا ته لېږدول شوي او هلته مرکزونه او کمپونه لري.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وايي:«څرګنده شوه ټول هغه بریدونه چې، په افغانستان کې کېږي، ۹۵ سلنه یې د پاکستان په خاوره کې پلانېږي او هغه جرمونه په افغانستان کې کېږي.»
د سیاسي چارو شنونکی زلمی افغانیار څرګندوي:«دا د ګاونډیو هېوادونو مکلفیت دی، ترهګرو ډلو ته اجازه ورنهکړي چې، افغانستان او د نړۍ هېوادونه ناارامه نهکړي، په دې برخه کې په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې، یوه نړۍواله اجماع رامنځته کړي.»
د اسلامي امارت ویاند ویلي چې، داعش ډله په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې له نويو مرکزونو په ګټې اخیستنې په افغانستان او نورو هېوادونو کې بریدونه کوي او ځينې دیني، مذهبي او سیاسي څېرې په نښه کوي او ځينې لوري ترې د خپلو شومو موخو لپاره ګټه پورته کوي.
په دې اړه مو اندونه