Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له سیمې او نړۍ سره اړیکې؛ بهرنیو چارو وزارت د قمي څرګندونو ته غبرګون ښودلی

د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د دغه هېواد سفیر له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د اسلامي امارت د اړیکو په ګډون د افغانستان پر مسایلو غږېدلی او ویلي چې، سرپرست حکومت د سیمې د هېوادونو پرتله له سیمې اخوا هېوادونو سره اړیکو ته لومړیتوب ورکوي.

حسن کاظمي قمي په خپلو خبرو کې همدارنګه ویلي چې، یوازې له داعش ډلې سره مبارزه بسندویه نه‌ده؛ بلکې د نورو ډلو پر وړاندې هم باید ګام پورته شي.

نوموړي، د اسلامي امارت او د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا مهمه ګڼلې ده. 

د افغانسان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي څرګندوي:«دا د سرپرست حکومت هغه کمزوری ټکی دی چې، که څه هم د ایران په څېر په سیمه کې دی؛ خو له سیمې اخوا هیلې لري. اوسنی سرپرست حکومت لاهم نه‌دی توانېدلی، د داسې مذاکراتو لار هواره کړي چې، د سټراټېژيکو خبرو بنسټ پرې کېږدي.»

له دې سره هم‌مهاله، د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي چې، اسلامي امارت په تېرو درېیو کلونو کې توانېدلی چې، د ثبات د ټینګښت او د ملي ګټو د خوندي کولو په موخه د ګاونډ، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي:«د تېرو درېیو کلونو په لړ کې، اسلامي امارت پر دې توانېدلی چې، له ګاونډیو، د سیمې او د نړۍ له هېوادونو سره اړیکې ورغوي، ترڅو د هېواد د ملي ګټو د ټينګښت لپاره او دغه‌راز د افغانستان او سیمې د بیا رغونې او سوکالۍ لپاره دغه اړیکې اغېزمنې او ګټورې تمامې شي.»

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان حاکم حکومت نړۍوالو ته په یوه نظر ګوري، که هغه ډپيلوماتان دي، که د هغوی سیاستونه دي، که د هغوی سیاسي استازي دي؛ خو بیا هم د تایید لپاره اسلامي امارت باید داسې پالیسۍ غوره نه‌کړي چې، د نړۍوالو ډپيلوماتان کې یا سیاسي استازو کې تبعیض وشي.»

د سیاسي چارو شنونکي جنت فهیم چکري هم څرګنده کړه:«ایران او پاکستان د افغانستان په ګاونډ کې دوه هغه هېوادونه دي چې، له مزدوجو سیاستونو او له ډبل سټنډرډو سیاستونو څخه استفاده کوي، د افغانستان پر وړاندې یې واحد لید او واحد نظر په ابهام کې دی.»

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې اسلامي امارت تل ویلي چې ورځ تر بلې یې د نړۍ له هېوادونو سره اړیکې پراخېږي او اوس د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د اسلامي امارت ۳۹ کونسلګرۍ فعالې دي.
 
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال وايي چې، اسلامي امارت توانېدلی، د ثبات د ټینګښت او د ملي ګټو د خوندي کولو په موخه د ګاونډ، سیمې او نړۍ له هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

شریک یي کړئ