Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په اتو ولایتونو کې د سېلابونو د تلفاتو او زیانونو شمېرې

په وروستیو څو ورځو کې سېلابونو د هېواد په اتو ولایتونو کې د ۱۳ تنو ژوند اخیستی او ۱۶تنه نور یې ټپيان کړي دي.

 له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره طلوع نیوز ته وایي چې، په دغو سېلابونو کې څه باندې ۱۰۰ کورونه په بشپړ او قسمي بڼه ویجاړ شوي او څه باندې ۶۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه یې هم لاندې کړې ده.

دغه سېلابونه په غزني، لغمان، ننګرهار، فراه، پکتیا، بادغیس، هرات او دایکندي ولایتونو کې راغلي دي.

له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي ادارې ویاند عبدالله جان سایق طلوع‌نیوز ته وايي:«د روان کال د تلې میاشتې له لومړۍ تراوسه په غزني، لغمان، ننګرهار، فراه، پکتیا، بادغیس، هرات او دایکندي ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو، تالندې او اور لګېدنې له امله، له بده‌مرغه کابو ۱۳ تنو هېوادوالو ژوند بایللی او ۱۶ کسان ټپيان دي.»

دغو سېلابونو پر ځاني تلفاتو سربېره، مالي زیانونه هم اړولي دي.

بلخوا، په دغو پېښو کې، زیانمن شوي خلک له اسلامي امارته غواړي چې، ژر تر ژره خپلې مرستې ور ورسوي.

زیانمن شوي اغا جان طلوع‌نیوز ته وویل:«سېلابونو موږ ته ډېر زیان را اړولی دی او زموږ ټول غنم یې وړي او له دولته غواړو چې، له موږ سره همکاري ولري.»

بل زیانمن شوی محمد الله هم وايي:«موږ ته ستر زیان اوښتی. اوبو زموږ کور او سرایونه یوړل او د ډېرو ځمکې یې هم لاندې کړې دي.»

له پېښو سره د مبارزې د چمتوالي ملي اداره دغه‌راز وايي، ټیمونه یې هڅه کوي چې، زیانمن شویو خلکو ته لومړنۍ مرستې برابرې کړي او هغو کورنیو ته چې، خپله سرپناه یې له لاسه ورکړې، لنډمهاله سرپناه هم برابره کړي.

شریک یي کړئ