د اقتصادي معاونیت د وزارتونو ترمنځ د پانګونې کمېټه د پانګونې لپاره د بیلابیلو طرحو له تایید خبر ورکوي چې ارزښت یې ۱۲ ملیارده افغانۍ بلل کیږي.
د اقتصادي معاونیت د خپرپانې له مخې د پانګونې دا طرحې، د لمریزې بریښنا د تولید، د ښارګوتو د جوړونې، د الکترونیکي دروازو کمپلکسونه، د هیواد په بنادرو کې د سکنرونو ځای پر ځای کول او د سودارګریز مارکیټونو جوړولو په برخه کې دي.
د اقتصاد وزارت ویاند، عبدالرحمن حبیب بیا وايي: «د بین الوزراتي پانګونې کمیټې د مناسب چاپیریال د رامنځته کولو لپاره اسانتیاوې برابرې کړې دي. تر یوه واحد محوریت لاندې د پانګونې د طرحو پړاونه، د روڼتیا رامنځته کول او پانګونې بهیر او په هغه کې د همغږۍ موضوع هم رامنځته شوې ده. له دې سره به کورني او بهرني پانګوال هم لېواله شي چې په بیلابیلو سکټورونو کې پانګونې وکړي.»
بل پلو، د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي په بیخ بنایي پروژو کې پانګونه د هېواد په کچه د بې وزلۍ د کمېدو او د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو په برخه کې ګټوره بولي.
د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: «پانګونه د سوداګرۍ او کسب او کار د بهیر یوه بنسټیزه مولفه ده چې په مستقیمه توګه پر ملي عوایدو او ناخالص تولید اغېز لري.»
د اقتصادي چارو یو بل شنونکی، سیر قریشي وايي: «نوي اقتصادي تحرکات کولای شي د لا زیاتو محصولاتو د تولید لامل شي او یا د ډېر عاید لامل شي. دغه زیاتوالی بیا د هېواد د اقتصادي ودې لامل کیږي.»
د ریاست الوزراء اقتصادي معاونیت تر دې وړاندې خبر ورکړی و، چې لویو کورنیو او بهرنیو کمپنیو لېوالتیا ښودلې ده چې په افغانستان کې په بېلابېلو پروژو کې د شاوخوا ۵ میلیارده او ۳۴۸ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.