Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلازمېنه کې موسمي ناروغۍ او تنفسي ستونزې زیاتې شوي

د عامې روغتیا وزارت وایي چې کابل کې موسمي ناروغي زیاته شوې ده.

شرافت زمان امرخیل طلوع نیوز ته وایي چې په تیرو دریو میاشتو کې نږدې دوه میلیونه ناروغان چې په تنفسي ناروغیو اخته وو، له دوی سره ثبت شوي دي.

ښاغلی امرخیل په دې اړه وايي: په تېرو درېیو میاشتو کې چې له موږ سره کومې شمېرې په دې وروستیو کې شریکې شوې دي، دوه میلیونه کسان دي چې په هغه کې لویان او ماشومان شامل دي. دغو کسانو د ټوخي له امله او یا نورو تنفسي ناروغیو له امله روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

د ډاکټرانو په وینا، تر ډېره ماشومان پر دغو ناروغیو اخته شوي دي.

ډاکټر، محمد عارف حسن زي په دې اړه و ویل: په ماشومانو کې دوه کټګورۍ ناروغۍ ډېرې زیاتې دي. په ټوله کې موسمي ناروغۍ دي چې په ګرمۍ کې نس ناسته او بېلابېل ډولونه یې او په ژمي کې سینه بغل او بیلابیل ډولونه یې دي.

یو بل ډاکټر، عبدالقدوس شینواری هم وايي: اوسنۍ موسمي ناروغۍ چې دي، د هضمې اړوند ډېرې ناروغۍ دي. لاملونه یې وایروسي ناروغۍ دي.

له دې سره هممهاله، یو شمېر ناروغ لرونکي وايي، چې ناروغان یې له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

ناروغ لرونکې، ملالۍ وايي: څلور ورځې کیږي چې ناروغ شوی دی، دوه ورځې په کور کې و، اوس مو دلته راوړی دی. هیڅ نه ارامه کیږي.

د هوا ککړتیا، د واټونو پرغاړه پلورل کېدونکي خواړه او روغتیايي سپارښتنو ته نه پاملرنه، پر بېلابېلو ناروغیو د هېوادوالو د اخته کېدو له لاملونو ګڼل کېږي.

شرافت زمان امرخیل طلوع نیوز ته وایي، په تیرو دریو میاشتو کې نږدې دوه میلیونه ناروغان چې په تنفسي ناروغیو اخته وو، له دوی سره ثبت شوي دي.

تصویر بندانگشتی

د عامې روغتیا وزارت وایي چې کابل کې موسمي ناروغي زیاته شوې ده.

شرافت زمان امرخیل طلوع نیوز ته وایي چې په تیرو دریو میاشتو کې نږدې دوه میلیونه ناروغان چې په تنفسي ناروغیو اخته وو، له دوی سره ثبت شوي دي.

ښاغلی امرخیل په دې اړه وايي: په تېرو درېیو میاشتو کې چې له موږ سره کومې شمېرې په دې وروستیو کې شریکې شوې دي، دوه میلیونه کسان دي چې په هغه کې لویان او ماشومان شامل دي. دغو کسانو د ټوخي له امله او یا نورو تنفسي ناروغیو له امله روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کړې ده.

د ډاکټرانو په وینا، تر ډېره ماشومان پر دغو ناروغیو اخته شوي دي.

ډاکټر، محمد عارف حسن زي په دې اړه و ویل: په ماشومانو کې دوه کټګورۍ ناروغۍ ډېرې زیاتې دي. په ټوله کې موسمي ناروغۍ دي چې په ګرمۍ کې نس ناسته او بېلابېل ډولونه یې او په ژمي کې سینه بغل او بیلابیل ډولونه یې دي.

یو بل ډاکټر، عبدالقدوس شینواری هم وايي: اوسنۍ موسمي ناروغۍ چې دي، د هضمې اړوند ډېرې ناروغۍ دي. لاملونه یې وایروسي ناروغۍ دي.

له دې سره هممهاله، یو شمېر ناروغ لرونکي وايي، چې ناروغان یې له روغتیايي ستونزو سره مخ دي.

ناروغ لرونکې، ملالۍ وايي: څلور ورځې کیږي چې ناروغ شوی دی، دوه ورځې په کور کې و، اوس مو دلته راوړی دی. هیڅ نه ارامه کیږي.

د هوا ککړتیا، د واټونو پرغاړه پلورل کېدونکي خواړه او روغتیايي سپارښتنو ته نه پاملرنه، پر بېلابېلو ناروغیو د هېوادوالو د اخته کېدو له لاملونو ګڼل کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه