Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

منځني ختیځ کې د ترینګلتیاوو زیاتېدل؛ ایا افغانستان به ترې اغېزمن شي؟

پر اسراییل د ایران له توغندیز برید وروسته، د دې احتمال شته چې، اسراییل هم د ایران پر وړاندې په نظامي برید لاس پورې کړي.

پر اسراییل د ایران د تېرې شپې (سې‌شنبې شپې) توغندیز برید چې، د دواړو خواوو دویمه مستقیمه مقابله ګڼل کېږي، په سیمه کې د جګړې د پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي. اوس پوښتنه دا ده چې، د ایران او اسراییل ترمنځ دغه ترینګلتیاوې به پر سیمه په تېره بیا پر افغانستان څه اغېز ولري؟

د سیاسي چارو شنونکی معین ګل څمکنی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«اسراییل به خامخا د دغه برید غچ اخلي، نو په دغه صورت کې، په لومړي ګام کې هغه افغانان چې په ایران کې دي، د هغوی لپاره به ژوند ډېر سخت شي او مجبوراً به افغانستان ته راځي. شونې ده چې، ایرانیان هم راشي؛ ځکه د جنګ په حالت کې هغوی هلته ژوند نه‌شي کولای.»

د سیاسي چارو بل شنونکی سید اکبر سیال وردګ هم څرګندوي:«کله چې، په سیمه کې جګړه رامنځته کېږي، خامخا دغه اغېز یې، د سیمې پر هېوادونو که هغه په سیاسي برخه کې وي او که په اقتصادي برخه کې وي حتا په نورو برخو کې منفي اغېزې لري، نو ملګرو ملتونو ته په کار ده چې، د دغې جګړې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي، څو دغه شخړه چې په منځني ختیځ کې رامنځته شوې، د مذاکراتو او خبرو اترو له لارې حل کړي.» 

د ایران او اسراییل ترمنځ ترینګلتیاوو تر هغې وروسته زور واخیست چې، د تېرې شنبې په ورځ د لبنان د پلازمېنې پر سوېل د اسراییلو په بریدونو کې د لبنان د حزب‌الله ډلې مشر او د حزب‌الله ډلې څو غړي ووژل شول.

څه موده وړاندې اسماعیل هنیه چې، د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې د ګډون لپاره تهران ته تللی و، د اسراییل په برید کې ووژل شو. له همدې امله، ایران تېره شپه په یوه بې‌ ساري اقدام کې د اسراییل د اهدافو پر لور سلګونه بالسټیک توغندي وروتوغول.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون اسلامي امارت پر لبنان، فلسطین، سوریې او یمن د اسراییلو هوایي بریدونه او په لبنان باندې د اسرائیلو ځمکني بریدونه غیرانساني او د ټولو نړیوالو قوانینو پر خلاف وبلل او په کلکه یې وغندل.

د ایران او اسراییل ترمنځ دغه ترینګلتیاوې به پر سیمه په تېره بیا پر افغانستان چې، د ایران په ګاونډ کې پروت دی، څه اغېز ولري؟

شریک یي کړئ