د رییس الوزرا سیاسي مرستیال د پنجشېر له یو شمېر دیني عالمانو او قومي مشرانو سره کتنه کې ویلي، اسلامي امارت په هېواد کې تبعیض او قومي او ژبنیو مسایلو ته اجازه نه ورکوي.
له ارګه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې مولوي عبدالکبیر دغه کتنه کې د پنجشېر د مسوولینو او قومي مشرانو وړاندیزونو او غوښتنو ته پر رسېدنې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې که اړتیا وي، دغه وړاندیزونه به د اسلامي امارت مشر ته هم ورسوي.
خبرپاڼه کې د مولوي عبدالکبیر په حواله لیکل شوي، چې اسلامي امارت هېڅکله تبعیض او تعصب ته اجازه نه ورکوي او پر متوازنې پراختیا يې ټینګار کړی او د پخواني شوروي اتحاد پر وړاندې یې د پنجشېر خلکو جهاد ستایلی دی.
د سیاسي چارو شنونکي سمیع الله احمدزي و ویل: « اوسنی حکومت تر ډېره هڅه کوي، چې دغه ډول مسایل مهار کړي. دغه سفرونه چې مولوي عبدالکبیر یې لري، دا په دې معنا ده، چې دوی هڅه کوي دغه مسایل چې دښمنان ورته لمن وهي، مهار کړي او افغانستان کې یووالي او ورورلۍ ته لاره هواروي.»
د پنجشېر ځینې اوسېدونکي له سرپرست حکومته په دغه ولایت کې د روغتیا او پوهنې ترڅنګ د لا زیاتو پراختیايي پروژو د پلي کېدو غوښتنه وکړه.
د پنجشیر اوسېدونکی، شریف وایي: « غوښتنه مو دا ده، چې د پل، سړک او د څښاک اوبو په ګډون زموږ ستونزې حل کړي.»
د پنجشېر بل اوسېدونکي، مجیب و ویل: « غوښتنه مو دا ده، چې د پنجشېر خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»
مولوي عبدالکبیر داسې مهال دغه څرګندوني کوي، چې افغانستان لپاره د ایران سفیر او ځانګړي استازي له یوې ایراني رسنۍ سره خبرو کې ادعا کړې وه، چې په افغانستان کې له قومي، ژبنیو او مذهبي لږه کیو سره توپیري چلن کېږي.
په دې اړه مو اندونه