د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق وایي، د روان زیږیز کال په اګسټ میاشت کې یې په افغانستان کې څه باندې یو میلیون ماشومانو ته روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
یونیسف په یوه راپور کې ویلي، د دغه سازمان د روغتیایي ډلو له لوري یو میلیون او ۱۵ زره او ۹۲۵ ماشومان معاینه شوي چې د ۵۸ سلنې نجونو په ګډون یې د ۵۷ زره او ۲۸۹ کسانو درملنه کړې ده.
د دغه سازمان د مالوماتو لمخې، ۵ زره او ۹۳۴ نور ماشومان افغانستان کې د یونیسف د درملنې په مرکزونو کې بستر شوي دي.
د یونیسف په راپور کې راغلي: « په اګست میاشت کې، لس میلیونه او ۱۵ زره او ۹۲۵ ماشومان معاینه شوي چې له دې ډلې د ۵۷ زره او ۲۸۹ تنو چې ۵۸ سلنه یې نجونې دي بشپړه درملنه شوې، په داسې حال کې چې ۵۹۳۴ ماشومان بستر ته ور پیژندل شوي دي.»
ډاکټر، سید عبدالله احمدي و ویل: « که موږ د مور او ماشوم مړینې ته وګورو نو د یونیسف خدمتونو د مور او ماشوم د مړینې د شمېرو په کمولو کې ډېره اغیزه کړې ده.»
د دغه راپور په بله برخه کې راغلي چې ۱۶ ګرځنده ټیمونو په لرې پرتو او ستونزمنو سېمو کې ۱۸ زره او ۵۵۴ کسانو ته چې ۳۲ سلنه یې ماشومان وو خدمتونه وړاندې کړي دي.
ډاکټر، احمد شکیب ظهیر و ویل: « د یونیسف له لوري مرستې او نور روغتیايي خدمتونه ډېر مهم او اغېزناک دي، په ځانګړې توګه لیرو پرتو سیمو ته د روغتیایي مرستو په رسولو، روغتیايي سیسټم په پیاوړتیا او اړمنو ته د مرستو همغږۍ کې.»
یونیسف داسې مهال دغه راپور خپروي چې ډیری هېوادوال د روغتیايي مرکزونو او امکاناتو د نشتون له امله د درملنې لپاره له ولایتونو پلازمېنې ته راځي.
په دې اړه مو اندونه