Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي: د داعش له لوري د سرتېرو جذب په مخنیوي کې د سیمې هېوادونو همکاري غواړو

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، امیرخان د مسکو فارمټ په شپږمه غونډه کې د سیمې له هېوادونو وغوښتل چې د داعش له لوري د دوی د وګړو د جذب او افغانستان ته یې بیا د راستولو د مخنیوي په برخه کې لازمې همکارۍ وکړي.

د افغانستان په تړاو دغه غونډه د روسیې په کوربه توب د چین، روسیې، ایران، پاکستان، هند او منځنۍ اسیا هېوادونو د استازو په حضور کې ترسره شوه.

په دغه غونډه کې ښاغلي متقي، د افغانستان له پولو بهر د داعش د روزنې او تجهیز د مرکزونو له جوړېدو اندېښنه وښوده او زیاته یې کړه چې په تېرو درېیو کلونو کې په افغانستان کې د داعش په نوم بریدونه شوي او ډېری برید کوونکي د نورو هېوادونو وګړي وو.

هغه ټینګار وکړه: «له دې فرصته په ګټنې د سیمې له ټولو هېوادونو غواړو چې د داعش له لوري د سرتېرو د جذب او بیا یې افغانستان یا نورو هېوادونو ته د ورانکارۍ په موخه د استولو په مخنیوي کې همکاري وکړي.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدا راز پخپلو څرګندونو کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا  د غړو او ځينو رسنیو له لوري په افغانستان کې د شتو ګواښونو په اړه اندېښنې بې بنسټه وبللې.

هغه و ویل: «له پردېو عینکو افغانستان ته مه ګورئ.»

متقي ددې غوښتنه هم وکړه چې ګاونډي هېوادونه باید افغانستان ته د پروسس شویو نشه يي توکو د قاچاق مخنیوی وکړي او زیاته یې کړه چې خپلواک، امن، ثبات لرونکی او پرمختللی افغانستان چې نشه يي توکي پکې نه وي، د سیمې او نړۍ په ګټه دی.

هغه همدا راز د اسلامي امارت او شریکانو ته یې د افغانستان د امنیت له لوري رسېدلو ګټو ته په اشارې سره ځينو لویو سیمه ییزو پروژو ته اشاره وکړه لکه، د ټاپي پروژې پر نل لیکه د کار پیل، پاکستان ته د ترکمنستان د برېښنا استول او په افغانستان کې د وسپنې پټلۍ او نوري فایبر وده.

هغه د اسراييل له لوري د غزې د خلکو د وژلې په مخنیوي کې د نړۍوال نظام ناکامۍ ته اشاره وکړه او د ملګرو ملتونو د موثریت په هکله یې پوښتنې راولاړې کړې.

تر دې مخکې د روسيې د بهرنيو چارو وزارت وياندې ويلي وو، د سولې پروسه، د ټول ګډوني حکومت رامنځته کول، له ترهګرۍ او نشه يي توکو سره مبارزه او د افغانستان د اقتصادي او سياسي ستونزو په اړه به په دغه غونډه کې بحث وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه