Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د پردیو فرمایشونو ته سر نه ټيټوي

د رییس الوزرا سياسي مرستيال د پنجشير له سيمه یيزو مسوولینو او مشرانو سره په کتنه کې وایي، د پراختيايي پروژو د پلي کېدو په برخه کې د ولايتونو ترمنځ هيڅ توپير نشته او په ټولو ولايتونو کې پراختيايي پروژې په يو شان ځانګړې کیږي.

مولوي عبدالکبير د خپلو خبرو په بله برخه کې د هېوادوالو ترمنځ د يووالي پر ټينګښت ټينګار وکړ.

د رییس الوزرا د سیاسي مرستیال په وینا؛ اسلامي امارت د بهرنیانو فرمایشونو ته غاړه نه ږدي.

مولوي عبدالکبیر و ویل: موږ باید د هیچا غلامي و نه کړو، له الله پرته د هیچا غلامي نه کوو او یوازې د اسلام تابعداري کوو. د پردیو فرمایشونه باید و نه منو، د تنظیمي او سمتي پروپاګند پسې باید ولاړ نه شو.

د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست هم وایي اسلامي امارت مکلف دى چې د خلکو مشروع غوښتنو ته پام وکړي.

محمد خالد حنفي د خپلو خبرو په بله برخه کې زیاتوي، چې یو شمېر بهرني هېوادونه غواړي له هېواده بهر ځوانان وغولوي څو سمتي او قومي اختلافاتو ته لمن ووهي.

ښاغلي حنفي و ویل: له بهره ځینې کړۍ دي چې غواړي زموږ هېواد تخریب کړي. د دې په لټه دي چې ډله بندۍ او فرقې جوړې کړي. په دې لټه دي چې ځوانان تېر باسي. ناوړه استفاده وکړي.

د اسلامي امارت د دفاع وزارت لوی درستیز، فصیح الدین فطرت په دې اړه و ویل: دفاع وزارت خپله ډېره بودیجه په پنجشیر کې لګولې ده. ددې لپاره چې مجاهد د خلکو ترمنځ نه وي او بهر ورته پوستې واچول شي.

په دې غونډه کې د پنجشیر والي او د دغه ولایت د خلکو یو شمېر استازو هم په بېلابېلو برخو کې خپلې ننګونې او غوښتنې د اسلامي امارت له مسوولینو سره شریکې کړې.

د پنجشیر والي، محمد اغا حکیم هم و ویل: د پنجشیر ولایت د رهبرۍ او مشرانو غوښتنه له حکومته دا ده چې استثناً په دویمه کټګورۍ کې راوړي.

دیني عالم، مسیح الله مصدق همدا راز په ډاګه کړه: د پریان او درې ولسواليو سړکونه په بشپړه توګه تخریب دي. هیله ده چې دغه سړکونه پاک شي څو دا خلک تګ راتګ وکړای شي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي او سفیر تېره ورځ له یوې ایرانۍ رسنۍ سره په مرکه کې ادعا کړې وه چې په افغانستان کې له قومي، ژبنيو او مذهبي لږکیو سره تبعیض کیږي.

د امر باالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست محمد خالد حنفي هم وایي اسلامي امارت مکلف دى چې د خلکو مشروع غوښتنو ته پام وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه