د روسيې د بهرنيو چارو وزارت مرستيال وايي، تر اوسه د بريکس په غونډه کې د افغانستان د سرپرست حکومت د پلاوي د ګډون په اړه کومه پرېکړه نه ده شوې.
اندري رودنکو له یوې روسي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي، چې د بریکس هېوادونه تر اوسه په دې غونډه کې د افغانستان له لوري د یوه پلاوي د ګډون په اړه هوکړې ته نه دي رسېدلي.
د روسيې د بهرنيو چارو وزارت د مرستيال د څرګندونو پر بنسټ، د دغه هېواد په تور نوملړ کې د هغوى د موجودیت په ګډون د سرپرست حکومت ناڅرګند دريځ پر دې پرېکړې اغېزمنه موضوع بلل شوې ده.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، اندري رودنکو ویلي: (حقیقت دا دی چې د میلمنو د بلنې پریکړه د اجماع له مخې کیږي، زما په اند لا تر اوسه د طالبانو د پلاوي د ګډون په اړه هیڅ توافق نه دی شوی، هیڅ شی نشم رد کولای که څه هم د دوی نامعلوم دریځ (د روسیې په فدراسیون کې د طالبانو غورځنګ منع دی او د یو ترهګر سازمان په توګه پیژندل شوی) دا یوه له هغو ستونزو ده چې په پریکړه کې به په پام کې ونیول شي.)
د پوهنتون استاد، ناصر شفیق په دې اړه وايي: برېکس چې د نړۍ په کچه یو سازمان دی، چې چین، روسیه، برازیل او یو شمېر نور هېوادونه پکې غړیتوب لري. دوی لومړی دې پرېکړې ته رسیږي چې دا د نړۍوالو ته د یوه منل شوي هېواد په توګه دی که نه.
تر دې وړاندې اسلامي امارت په بریکس غونډه کې چې ټاکل شوې د روانې زیږدیز میاشتې په ۲۲ او ۲۴ نېټه د روسیې په کازان کې جوړه شي د ګډون غوښتنه کړې وه.
اوس پوښتنه دا ده چې په بریکس غونډه کې د اسلامي امارت د استازي حضور څومره کولای شي د افغانستان لپاره اغیزناک وي؟
د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر بیا وايي: که له افغانستانه هم د اسلامي امارت پلاوی ګډون وکړي، طبیعي ده چې د افغان وګړو لپاره له اقتصادي او سیاسي پلوه ډېره ګټوره ده. او اسلامي امارت ته یې هم ګټه شته.
دا په داسې حال ده چې د روان کال په جون میاشت کې د بریکس هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه بیانیه کې د افغانستان د ستونزو پر سوله ییز حل ټینګار کړی وو او له خپلواک، سوله ییز، له جګړې، ترهګرۍ او نشه يي توکو خوندي افغانستان څخه یې ملاتړ کړی وو.
په دې اړه مو اندونه