Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

امربالمعروف وزارت: پر ښځو د شریعت خلاف هیڅ محدودیت نه دی لګول شوی

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مسلکي مرستیال له بي بي سي سره په مرکه کې وايي، د رسنیو ښځینه کارکوونکې او ویاندویانې د حجاب او ماسک په مراعت کولو سره په ټلوېزیون کې کار کولای شي.

محمد فقیر محمدي، زیاتوي، دوی په رسنیو کې د ښځو پر کار کولو او خبرونو ویلو هېڅ محدودیت نه دی لګولی.

ښاغلي  محمدي ویلي: خبریالانې کولای شي خبرونه و وايي، خو هغوی په ستر کې وي. تاسې هغه دی وینئ. او په ستر او حجاب کې چې دوی خبرونه وايي، نو ان شاالله مشکل نشته.

ښاغلی محمدي، ټینګار کوي چې د اړتیا پر بنسټ د انځور اخیستل په اسلام کې جواز لري، خو له ضرورت پرته د انځور اخیستل په اسلام کې جواز نه لري او باید وانه خیستل شي.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د دغه چارواکي په خبره، یوازې په ګډو غونډو کې د ښځو غږ ستر دی.

هغه زیاته کړې: د ښځو په ځانته اجتماعاتو کې هغوی دا هرڅه کولای شي خو دا هغه صورت کې دی چې مختلط وي. یانې ښځې او سړي ګډ وي سره، دا یوه شرعي مسله هم ده او د افغانستان د دود او دستور موضوع هم ده.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مرستیال همداراز په خپلو خبرو کې زیاتوي، د اسلامي قوانینو په تطبیق کې د هېچا فرمایش او غوښتنه نه مني.

محمد فقیر محمدي، وايي، دغه وزارت د شریعت خلاف هېڅ محدودیت پر مېرمنو نه دی وضع کړی.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت مسلکي مرستیال وايي: اسلامي امارت پر ښځو داسې محدودیتونه نه دي لګولي چې هغه د شریعت خلاف وي. یا د افغانستان د دود یا دستور خلاف وي. دا محدودیتونه نه دي او اسلامي امارت غواړي چې ښځو ته هغه حقونه ورکړي چې شرعي دي او مخکې یې هم ورکړي دي.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت د مسلکي مرستیال په خبره، هېڅ محتسب له خپلې دندې ناسمه ګټه نه شي اخیستلی او که چېرې د محکمې له پرېکړې پرته سرغړونکو ته سزا ورکړي، نو له دندې به يې ګوښه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه