د افغانستان د مخابراتي خدمتونو د تنظیم اداره یا اترا وايي، د کابل- جلال اباد پر لویه لار یې مخابراتي خدمتونو ته د لاسرسي په موخه شپږ مخابراتي سایټونه فعال کړي دي.
د اترا ویاند وایي، په ټوله کې د هېواد لویو لارو ته ۲۴ مخابراتي سایټونه ځانګړي شوي چې د ۱۸ نورو سایټونو د جوړولو چارې هم روانې دي.
د اترا ادارې ویاند، جلال الدین شمس و ویل: « په ټوله کې ۲۴ مخابراتي سایټونه په پام کې نیول شوي دي چې شپږ سایټونه یې پر دغه مهمې لارې کې فعال شوي او د نورو سایټونو چارې چټکې روانې دي.»
د کابل - جلال اباد پر لویې لارې موټر چلونکي او مسافر وايي، تر دې مخکې پر دغه لار د مخابراتي خدمتونو د نشتون له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو او دمګړۍ دغه ستونزې تر ډېره حل شوې دي.
دوی له مسوولینو غواړي چې د هېواد په لویو لارو کې د مخابراتي خدمتونو د پراختیا ترڅنګ د انټرنیټي خدمتونو ښه والي ته هم پام وکړي.
مسافر، مجاهد و ویل: « پخوا به چې لاره بنده شوه، خلک به تر دوو ورځو بند پاتې کېدل او هیڅ اړیکه یې نشو نیولی. اوس د تېر پرتله ښه شوې ده موږ خوښ چې له دې هم ښه شي.»
موټر چلوونکي، دل اغا و ویل:« موټر مې خراب شوی و او تر دوو ورځو دلته منتظر وم، مبایل کار نه کاوه. اوس ښه شوې ده. چې اړتیا شي مستري ته زنګ وهو او نیم ساعت کې را رسیږي او موټر مې جوړوي او ځو.»
هېوادوالو تل د انټرنیټ پر لوړې بیې او ټیټ کیفیت نیوکه کړې او په لیرې پرتو سېمو کې ډیری هېوادوال له مخابراتي خدمتونو بې برخې دي.
تر دې وړاندې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویلي و چې هڅه کوي د هېواد لیرې پرتو سیمو ته مخابراتي او انټرنیټي خدمتونه پراخه کړي.