Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

فراه کې د کڼو زده کوونکو لپاره تر دولسم ټولګې د زده کړو برابرولو هڅې

د فراه سیمه‌ییز مسوولین وايي هڅه کوي چې دغه ولایت کې کڼو زده کوونکو تر دولسم ټولګي د زده کړو زمینه برابره کړي.

مسوولین وایي، دغه ماشومان چې په اشاروي ژبه زده کړې کوي د نورو ماشومانو پر تله زیاتې وړتیاوې لري.

د فراه د تخنیکي او مسلکي زده کړو آمر، سید یوسف سادات د طلوع‌نیوز خبریال ته و ویل: « اوس مهال موږ تر دېیم ټولګي زده کوونکي لرو او شمېر یې ۳۲ تنه دی. هر ټولګي کې موږ ۱۰ یا ۱۱ زده کوونکي لرو او ښوونکي یې هم د لیسانس او ماسټرۍ تر کچې زده کړې لري او دوی ته په اشاروي ژبه تدریس کوي. زده کړې په منظم ډول روانې دي او هیڅ ستونزه نشته.»

ښوونکي، عبدالغفور و ویل: « یوازینۍ ستونزه یې دا ده چې څه نشي اوریدای، نورې وړتیاوې یې د عادي ماشومانو په څېر دي او ان د دوی زده کول ډېر چټک دي. موږ هڅې کوو چې په همې شته کمو امکاناتو دوی ته په اشاروي ژبه تدریس وکړو او تر دولسم ټولګي یې ورسوو.»

پنځلس کلن رضا احمد چې د فراه د کڼو زده کړو مرکز کې په زده کړو بوخت دی، د زوکړې له لومړۍ ورځې تر دې مهاله د اورېدو او خبرو کولو وړتیا نلري.

رضا احمد په زړه کې زیاتې هیلې لري په ځانګړي ډول غواړي چې ښوونکی شي.

هغه و ویل: « زه هیله لرم چې په راتلونکي کې یو ښه ښوونکی شم، له حکومته غواړم موږ ته لازیات امکانات برابر کړي.»

که څه هم په فراه کې د کڼو ماشومانو کره شمېر څرګند نه دی خو ویل کېږي چې دغه ولایت کې سلګونه کاڼه ماشومان شته چې تر دې مهاله ورته د زده کړو زمینه برابره شوې نه ده.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه