Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابلوف: روسیه، اسلامي امارت د ترهګرو ډلو له نوملړه لېرې کوي

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي په یوې خبري غونډه کې ویلي چې، روسیه په نږدې راتلونکي کې د اسلامي امارت نوم، د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه لېرې کوي.

ښاغلي کابلوف د مسکو فارمټ غونډې له پای وروسته، خبریالانو ته ویلي د دغه هېواد د ترهګرو ډلو له نوملړه د اسلامي امارت د نوم لېرې کولو پرېکړه په لوړه کچه شوې ده.
 
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي:«د دې موضوع په تړاو اصولي پرېکړه د روسیې د رهبرۍ د عالي شورا له لوري شوې ده؛ خو دا بهیر باید د روسیې د قانون په اډانه کې ترسره شي. دا کار د وکیلانو، پارلمان او نورو ادارو دقیق کار ته اړتیا لري؛ څو ډاډ ترلاسه شي چې، دا بهیر په سم ډول بشپړېږي.»

ورته مهال، په دې خبري کنفرانس کې د اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزارت سرپرست هم وایي چې په افغانستان کې امنیت تأمین دی او سرپرست حکومت پر ټولو برخو حاکمیت لري. امیرخان متقي د اسلامي امارت د مخالفو ډلو او هغو ډلو حضور ردوي چې، له افغانستانه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

امیرخان متفي په دې هکله وویل:«نظام پر ټول افغانستان واکمن دی یا هېڅ مخالفه ډله یا ډلکۍ یا داسې ډله چې، نورو ته دې ګواښ وي، شتون نه‌لري. موږ هیله‌من یو چې، د افغانستان په تړاو د ویجاونکو کړیو ته پاملرنه ونه‌شي او ورته غوږ ونه نیولی شي.»

د دې سربېره، د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سرپرست،  د مسکو فارمټ غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې د مسکو فارمټ غونډې د افغانستان د سرپرست حکومت لپاره مهمې وبللې او غوښتنه یې وکړه چې، دغه فارمټ دې د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د پراختیا پر میکانیزم بدل شي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وايي:«د هېواد د بهرنیو چارو وزیر وویل د افغانستان حکومت ته د مسکو فارمټ، ځانګړی اهمیت لري او غوښتنه یې وکړه چې، دغه فارمټ د افغانستان او د سیمې هېوادونو ترمنځ، د همکاریو د پراختیا په میکانزم بدل شي.»

د مسکو فارمټ شپږمه غونډه تېره ورځ (جمعه) په روسیه کې د څه باندې لسو هېوادونو په ګډون جوړه شوه.

د دې غونډې په ګډه اعلامیه کې د ترهګرۍ پر وړاندې پر دوه اړخیزو او څو اړخیزو همکاریو ، له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې پر همکاریو، د خپلواک هېواد په توګه د افغانستان پر ملاتړ، د ښځو او قومي ډلو د حقونو د ساتنې او د یوه ټولګډوني حکومت پر جوړولو ټینګار شوی دی.

میرخان متقي د اسلامي امارت د مخالفو ډلو او هغو ډلو حضور ردوي چې، له افغانستانه نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه