Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د مثبتو اړیکو ټینګښت؛ ټولو هېوادونو ته د اسلامي امارت وړاندیز

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي چې، د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

شاغلی متقي زیاتوي، سرپرست حکومت د امریکا په ګډون له لوېدیځو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتنه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې هکله ویلي:«موږ غواړو چې، د سیمې له ټولو هېوادونو سره، همدغه اړیکې چې، دلته یې لرو، غواړو چې، د نړۍ له نورو هېوادونو سره حتا له لوېدیځو هېوادونو سره، حتا له امریکا سره له ټولو سره مثبتې اړیکې غواړو، له هېچا سره مو هم دروازې نه‌دي تړلې.»

ښاغلی متقي همداراز په خپلو خبرو کې وايي، اسلامي امارت په سیمه کې سوله او ثبات غواړي او د هېوادونو اندېښنې هم د افغانستان په اړه مخ پر کمېدو دي.

امیر خان متقي څرګندوي:«اندېښنې اوس دومره نه‌دي، ورځ په ورځ دغه اندېښنې کمېږي، اوس اکثر‎ٍاً دا وايي چې، افغانستان په راتلونکي کې له ستونزې سره مخ نه‌شي. فعلاً ټول دې پایلې ته رسېدلي چې، له افغانستانه کومه ستونزه نشته.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په خبره، له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي چې، د افغان صادراتي توکو پر وړاندې د پاکستان له لوري بندیزونه پای ته ورسېږي او دا ستونزه هر څه ژر حل شي.

د اسلامي امارت دغه چارواکي همدا راز په خپلو خبرو کې وايي، اسلامي امارت په سیمه کې سوله او ثبات غواړي او د هېوادونو اندېښنې هم د افغانستان په اړه مخ پر کمېدو دي.

تصویر بندانگشتی

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي له بي‌بي‌سي سره په مرکه کې ویلي چې، د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت اړیکې د پراختیا په حال کې دي.

شاغلی متقي زیاتوي، سرپرست حکومت د امریکا په ګډون له لوېدیځو هېوادونو سره د ښو او مثبتو اړیکو غوښتنه کوي.

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په دې هکله ویلي:«موږ غواړو چې، د سیمې له ټولو هېوادونو سره، همدغه اړیکې چې، دلته یې لرو، غواړو چې، د نړۍ له نورو هېوادونو سره حتا له لوېدیځو هېوادونو سره، حتا له امریکا سره له ټولو سره مثبتې اړیکې غواړو، له هېچا سره مو هم دروازې نه‌دي تړلې.»

ښاغلی متقي همداراز په خپلو خبرو کې وايي، اسلامي امارت په سیمه کې سوله او ثبات غواړي او د هېوادونو اندېښنې هم د افغانستان په اړه مخ پر کمېدو دي.

امیر خان متقي څرګندوي:«اندېښنې اوس دومره نه‌دي، ورځ په ورځ دغه اندېښنې کمېږي، اوس اکثر‎ٍاً دا وايي چې، افغانستان په راتلونکي کې له ستونزې سره مخ نه‌شي. فعلاً ټول دې پایلې ته رسېدلي چې، له افغانستانه کومه ستونزه نشته.»

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په خبره، له پاکستاني چارواکو سره خبرې روانې دي چې، د افغان صادراتي توکو پر وړاندې د پاکستان له لوري بندیزونه پای ته ورسېږي او دا ستونزه هر څه ژر حل شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه