د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند سیفالاسلام خیبر، د امریکا د سولې انسټېټیوټ هغه راپور ته چې، ګواکې د دغه وزارت د نوي قانون پر سر اختلافونه شتون لري، ردوي او بې بنسټه يې ګڼي.
ښاغلی خیبر وايي، د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د نوي قانون پر سر اختلافات شتون نهلري.
د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند طلوعنیوز ته وویل:«د امریکا د سولې انسټېټیوټ دغه راپور، سراسر غلط دی او د ناسمو معلوماتو پر بنسټ دی. اسلامي امارت په یوه شي نړۍوال شهرت لري چې، د اسلامي امارت د ټولو غړو ترمنځ همغږي او اطاعت یو اصل دی.»
د ښاغلي خیبر په خبره، دغه قانون د هېواد په کچه ټولو خلکو منلی او دا يې د «ټولنې د اصلاح» لپاره یو غوره قانون بللی دی.
تر دې وړاندې د امریکا د سولې انسټېټیوټ په خپل تازه راپور کې ویلي و، د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت نوی قانون له ځینو مخالفتونو سره مخ دی.
دیني عالم حسیبالله حنفي په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«کوم قوانین چې جوړېږي په دې سره، د ښهوالي په لور ځي، ټولنه له فساد، قتل او غارت، اختطافونونه، له ستونزو نه راوځي او طبعاً ټولنه د اصلاح خوا ته ځي. »
دیني عالم سنګین قادري هم څرګندوي:«د قوانینو تطبیق، هغه که الهی قوانین وي او که وضعي قوانین وي، هغه د جرم کچه کموي او نشت برابر سره یې کوي، نو د قوانینو تطبیق په هره ټولنه کې خورا اړین دي او دا چې، هر چېر ته وي، باید پلي شي.»
د امربالمعروف او نهې عنالمنکر وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، دا قانون څلورو فصلونو او ۳۵ مادو کې توشیح شوی او پهکې له منکراتو د خلکو منع کول، د محتسبینو صفات او شرایط، د حجاب احکام او د ښځو ستر په کې یاد شوي دي.
په دې اړه مو اندونه