ایران کې د یوې ټرافیکي پېښې په پایله کې ۹ افغان وګړو ژوند بایللی او ۱۶ تنه نور ټپيان شوي دي.
د ۹ تنو جسدونه چې، د فاریاب ولایت د شیرینتګاب ولسوالۍ اوسېدونکي وو، هېواد ته رالېږدولي او په خپله سیمه کې خاورې ته سپارل شوي دي.
د قربانیانو خپلوان وايي چې، هغوی د کار کولو په هوډ ایران ته تللي وو چې، په دغې پېښه کې یې ژوند بایلود.
د فاریاب د شیرین تګاب ولسوالۍ اړوند د اتقمر سیمې اوسېدونکي عبدالرحمان په دې ترافیکي پېښه کې خپل یو زوی له لاسه ورکړی. هغه وايي زوی یې د کار موندلو او کورنۍ لګښتونو پوره کولو لپاره ایران ته تللی و چې، په دې پېښه کې یې ژوند بایللی او کوچني بچیان یې بې سرپرسته شول.
عبدالرحمان په دې هکله وویل:«الله(ج) دې د هغو د اولادو چاره وکړي، اقتصادي وضعیت یې ښه نهوو د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو لپاره ایران ته تللی و.»
د دې پېښې د قربانیانو خپلوان له مسوولانو او مرستندویه ادارو غواړي چې، ځوانانو ته په کور دننه د کاري فرصتونو برابرولو سره بهرنیو هېوادونو ته د دوی د اولادونو د ناقانونه تګ مخنیوی وکړي.
د قربانیانو د کورنۍ غړی محمد ظاهر وايي:«د یوې نمړۍ ډوډۍ لپاره ایران ته تللی و. ویل یې چې، کار کوم او خپلو بچیانو ته یې رالېږم؛ خو په لاره کې شهید شو.»
ویل کېږي دغه کسان چې، شمېر ۲۵ تنو ته رسېده په یوه بار وړونکي موټر کې ایران ته تلل چې، د شپې مهال یې موټر په سیستان بلوچستان کې ټکر کړی او له امله یې ۹ تنه مړه شوي او ۱۶ تنه نور ټپیان شوي دي. ویل کېږي چې، د دې پېښې ټپیان د ایران روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
د فاریاب ځايي چارواکو طلوعنیوز ته په ټلېفوني اړیکه کې د دغې پېښې پخلی کړی دی.
په دې اړه مو اندونه