Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ټرانسپورټ وزارت: د ورځې کابو ۳۵۰ الوتنې د هېواد له هوايي حریمه تېرېږي

د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د هېواد له هوايي حریمه د تېرېدونکو الوتنو د شمېر له زیاتوالي خبر ورکوي.
  
د دغه وزارت ویاند امام‌الدین احمدي زیاتوي چې، په تېره نږدې یوې اوونۍ کې هره ورځ د افغانستان پر فضا څه باندې ۳۵۰ الوتنې شوې دي.

د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت ویاند په دې هکله وویل:«په دې وروستیو کې د افغانستان له فضايي حریم څخه د عبوري الوتنو په شمېر کې، کافي اندازه زیاتوالی راغلی چې، په دې تېرو شپږو ورځو کې په هر ۲۴ ساعتونو کې، تر ۳۵۰ پورې الوتنې کېږي.»

بل پلو، ځینې کارپوهان د افغانستان پر فضا د الوتنو زیاتېدل د افغانستان د اقتصاد په ګټه ګڼي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«هر څومره چې، حکومت هڅه وکړي او مناسب بستر رامنځته کړي چې، زموږ فضا لا امنه کړي، په هماغه اندازه‌ کولای شي چې، زموږ له هوايي حریمه استفاده وشي او ډېرې الوتنې تګ راتګ وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکی قطب‌الدین یعقوبي هم څرګندوي:«که‌چېرې له سیسټمونو څخه استفاده وشي چې، نړۍ د الوتنو د خوندیتوب لپاره له هغې استفاده وکړي، په هغه صورت کې چې، دا زمینه برابره شي او ډاډ ترلاسه شي چې، د افغانستان حریم خوندی دی، دا د الوتنو د زیاتېدو لامل کېږي او د افغانستان په اقتصاد کې مهم رول لوبوي.»

تر دې وړاندې هم رویټرز خبري لژانس خبر ورکړی و چې، د سنګاپور او بریتانیا هوايي شرکتونو په منځي ختیځ کې د جګړو له امله د افغانستان پر هوایي حریم خپلې اولوتنې زیاتې کړې دي.
 
شریک یي کړئ