Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

متقي د سیمې هېوادونو استازو سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو په تړاو خبرې کړي

د بهرنیو چارو  وزارت سرپرست امیرخان متقي، په روسیه کې د خپلو کتنو په لړ کې د چین، ایران، ازبیکستان، پاکستان او هند له استازو سره په کتنه کې د دوه اړخیزو، سیاسي او اقتصادي اړیکو په تړاو خبرې کړې دي.

 د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې کتنه کې، ښاغلي متقي په هېواد کې اوسنی امنیت د افغانستان او د سیمې هېوادونو په ګټه بللی دی.

د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«په دې ناستو کې د افغانستان او سيمې د هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخيزو سياسي اړيکو او اقتصادي همکاريو هراړخيزې خبرې وشوې. امير خان متقي په افغانستان کې امنيتي وضعيت د ډاډ وړ وباله او دا يې د افغانستان او د سيمې د ټولو هېوادونو په ګټه وباله.»
 
د سیاسي چارو شنونکی ادریس ځاځی په دې هکله طلوع‌نیوز ته وايي:«افغانستان کې سوله، ثبات، استقامت او خپلواکي افغانستان د نورو په تړاو باندې نه استعمالېدل، دا د سیمې هېوادونو لپاره ضرور او لازمي دي. په دې خته کې پراته هېوادونه په ځانګړې توګه په لویه کې زموږ ګاونډیان، که په ډېره لویه کچه فکر وکړو په ټوله اسیا کې، افغانستان کې سوله او ثبات اړین دی.»

د دغه وزارت د خبرپاڼې په یوه برخه کې راغلي چې، په دې کتنه کې ځانګړو استازو له افغانستان سره د تعاملاتو او هر اړخیزو همکاریو پر زیاتېدو ټینګار کړی دی.

خبرپاڼه کاږي:«د یادو هېوادونو استازو هم پر خپل وار له افغانستان سره د خپلو هېوادونو د تعامل پر زياتوالي او هر اړخیزې همکارۍ ټینګار وکړ او د افغانستان وضعیت یې د ډاډ وړ وباله.»
   
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر سیال وردګ هم څرګندوي:«غوره ده چې، د سیمې له هېوادونو سره په اقتصادي، سیاسي، سوداګریزه او کلتوري برخه کې خپلې اړیکې پراخې کړي. کومې اړتیاوې چې، دي یا خپلې اړتیاوې له خپلو ګاونډي هېوادونو سره مرفوع کړي.»

له دې مخکې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د مسکو فارمت غونډه کې د افغانستان له سرپرست حکومت سره پر فعالانه تعامل ټينګار کړی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه