عدلیه وزارت په ۲۳ ولایتونو کې له ۲۵۰ زرو جریبو د زیاتو دولتي ځمکو له تثبیت خبر ورکوي.
ددغه وزارت ویاند ویلي، په ۳۳ ولایتونو کې ۵۶۰ زره جریبه ځمکه تر ارزونې لاندې ده.
برکت الله رسولي وايي، په ۷ ولایتونو کې ۳۴ زره جریبه ځمکه مسترده شوې او په ۳۳ ولایتونو کې ۵۶۰ زره جریبه ځمکه تر ارزونې لاندې ده.
ښاغلی رسولي زیاتوي: « د زرګونو جریبو ځمکو د ارزونې، تثبیت او استرداد بهیر دوام لري، په دې تړاو ځينې دوسیې هم د کمیسیون له لوري او په ولایتونو کې د پلاو له لوري پر مخ وړل کیږي.»
عدلیې وزارت وايي، د دولتي ځمکو د تثبیت، ارزونې، او استرداد بهیر په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د زرګونو نورو غصب شویو ځمکو دوسیې هم د یوه کمیسیون تر ارزونې لاندې دي چې پلاوي یې په ولایتونو کې هم شته.
یو شمېر شنونکي هم د غصب شویو دولتي ځمکو بېرته راګرځول ستايي.
د سیاسي چارو شنونکی، سیداکبر سیال وردګ په دې اړه وايي: «دا کار کولای شي د نظام او ولس ترمنځ رامنځته شوې فضا لا پیاوړې کړي او دا یو ښه اقدام دی چې اسلامي امارت ترلاس لاندې نیولی دی، زه ورته د یوه مثبت ټکي په توګه ګورم.»
د سیاسي چارو یو بل شنونکی، سلیم پیګیر هم په دې اړه وايي: « په تېرو ۴۴ کلونو کې، د بیلابېلو ډلو ټپلو او اشخاصو له لوري دولتي او نادولتي ځمکې غصب شوي. اسلامي امارت باید له اشخاصو سره محاسبه وکړي او دولتي ځمکې او کورونه بېرته خلکو ته تسلیم کړي.»
تر دې مخکې عدلیې وزارت ویلي و چې په تېر یوه کال کې، څلور څلوېښت جریبه ځمکه، کورونه، هټۍ، کلینکونه او یو شمېر نور دولتي جایدادونه مشخص او له غصبه ازاد کړي دي.
په دې اړه مو اندونه