د پېښور ښار په اړوندو کې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر غړو د پاکستاني پوځيانو د برید په پایله کې، د دغه غورځنګ درې تنه غړي وژل شوي او ۱۰ تنه نور ټپيان دي.
دغه برید هغه مهال رامنځته شوې چې، د پښتون ژغورنې غورځنګ غړو، د روان زیږدیز کال د اکټوبر پر ۱۱مه د یوې سترې جرګې د جوړېدو په موخه، پنډغالي جوړ کړي وو.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یو مشرتابه غړی وايي چې، د دې جرګې د جوړولو موخه د پښتنو ستونزو ته د حل لار موندل دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرتابه غړی ملک عبدالصمد وايي:«نن یې بیا سخته حمله وکړه، دلته ډېری ځوانان ناست دي چې، زموږ دوه ملګري شهیدان او تقریباً ۱۰ ملګري ټپيان دي.»
خو د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې، پاکستاني چارواکي پښتانه په خپلو تاریخي سیمو کې جرګې ته ځکه نه پرېږدي چې، د پښتنو په وینه او کانونو د دوی کاروبار زیانمنېږي. ښاغلي پښتین دغهراز ټینګار کړی چې، پښتانه به دا جرګه هرو مرو جوړوي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر لیکلي:«په پاکستان کې د پښتنو دا حال دی چې، په خپلو تاریخي کليو، سیمو کې هم د خپلو روایاتو سره د یوې ناستې اجازه نهلري. د دغې جرګې له جوړېدو سره، د پښتنو په وینې او کانونو د دوی کاروبار زیانمېږي؛ ځکه یې په پيټيایم او جرګه بندیز ولګوو، پښتانه به جرګه حتماً کوي، انشاءالله.»
ورته مهال، د چمن پرلت غړي وايي د حقونو ترلاسه کولو مبارزه به یې روانه وي او د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۱مه نېټه به د پښتون ژرغونې غورځنګ له لوري په بلل شوې جرګه کې ګډون وکړي.
د چمن پرلت غړی اعظم خان وايي:«د منظوراحمد پښتين جرګه کې به ټول ګډون کوو او د پاکستان د قوانينو لهمخي سولهیيز لاريونونه زموږ حق دی، که څه هم بندیزونه وضع شوي؛ خو بياهم ګډون کوو.»
د چمن پرلت بل غړی ولي هم څرګندوي:«سولهیيز لاريونونه د خلکو حق دی او هېڅوک يې د خاموشه کولو حق نهلري، د پښتون ژغورني غورځنګ جرګه زموږ لپاره مهمه ده او باید مخه یې ونه نيول شي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ له لوري د روانې اکټوبر میاشتې په ۱۱مه نېټه پېښور ښار ته څېرمه جرګه جوړېږي.
دا په داسې حال کې ده چې، تازه د خیبر پښتونخواه حکومت، حکومتي کارکوونکي، د پښتون ژغورنې په جرګه کې له ګډونه منع کړي دي.
په دې اړه مو اندونه