د پښتون ژغورنې غورځنګ د قومي جرګې په لومړۍ ورځ په یوه اعلامیه کې د "جګړې او پوځي عملیاتو زیانونو" په نوم د هر اړخیزې څېړنې لومړنۍ موندنې خپرې کړې دي.
د دغې څېړنې موندنې ښیې چې د پښتنو په سیمو کې د پوځي عملیاتو او "ترهګرۍ" له امله ۳.۷ میلیونه وګړي بې کوره شوي او زرګونه تنه نور نادرکه شوي او وژل شوي او ټپیان دي.
اعلامیه کې راغلي چې، شمالي وزیرستان کې ۱۷۸ چاودنې ثبت شوي چې ۸۰۰ کسان پکې وژل شوي، ۴زره څاروي پکې تلف شوي، ۲۵۰ ماشومانو پکې د خپل بند غړي له لاسه ورکړي او ۷۷ کسانو پکې لید له لاسه ورکړی دی.
د اعلامیې لمخې، د دغو پوځي عملیاتو په ترڅ کې په جګړه ځپلو سیمو کې ولږه ۲۷ سلنې ته لوړه شوې او ګڼ ښوونځي، کورونه او روغتیایي مرکزونه لمنځه تللي دي.
د جرګې په دغه اعلامیه کې دغه راز لیکل شوي چې د پښتنو اړوندو سیمو له ۲۶ ولسوالیو ۴زره او ۹۵۲ کسان نادرکه شوي دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ د مالوماتو لمخې، په پښتونخوا او قبایلي سیمو کې ۱۱ پوځي عملیات ترسره شوي دي.
پښتون ژغورنې غورځنګ ویلي چې دغه څېړنه به د جرګې ګډونوالو ته وړاندې کیږي چې جرګه به پرې تفصیلي بحثونه وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین بیا په یوه ویډیو کې چې تازه خپره شوې ویلي، د پاکستان حکومت له لوري د څو ورځو ظلمونو له امله د جرګې د تنظیم بهیر ټکنی شوی دی.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین: له څو ورځو راهیسې چې د جرګې پر ضد کوم ظلم روان و، د هغه له امله د جرګې تنظیم ته ډېر زیان ورسېد. نو کوم تنظیم چې باید له څو ورځو راهیسې روان وای هغه نن له سهاره پیل شو چې له امله یې زموږ د جرګې تنظیم هم لږ څه ناوخته شو. کوم سکرین چې موږ له لاهوره راغوښتی و چې مشرانو ته پرې ثبوتونه وښایو هغه هم موږ له لاهوره راغوښتی و چې په لار کې ورک دی نو اوس د بل سکرین او غږ سیسټم او د ګڼو خلکو لپاره د خیمو په تنظیم کې ستونزې راغلې چې دغه بهیر یې ټکنی کړ خو د جرګې سکرین به نن لګیږي او بیا به سبا په خیمو کې د مشرانو خپلې مشورې وي.
خو هغه ډاډ ورکړ چې جرګه به په ټاکلي وخت او په منظم ډول ترسره شي.