سږ کال په ټوله نړۍ کې د نجونو نړیواله ورځ د راتلونکي لپاره د نجونو لید تر شعار لاندې ولمانځل شوه.
خو دا ورځ په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو پر زده کړو د یو زر او ۱۲۰مې ورځې سره برابره ده.
۱۳ کلنه حفصه چې د اووم ټولګي زده کوونکې ده وايي له تېر کال راهیسې له خپلې مور سره د خیاطۍ په یوه کارګاه کې کارکوي، وايي، له زدکړو بې برخې کېدو سره یې د ښې راتلونکې لپاره خپلې هیلې له لاسه ورکړي دي.
زدکوونکې، حفصه وايي: ښوونځي ته مې تګ ونشو نو یو کال کیږي چې دلته بوخته یم. هیله مې دا وه چې ډاکټره شم.
د حفصې مور هم وايي: د لور لپاره مې ډېرې هیلې درلودې، غوښتل مې چې راتلونکې کې ډاکټره شي. لوڼې مې انجینرانې هم شي. پرمختګ وکړي. یوه ورځ خپل وطن ته خدمت وکړي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه ورځ افغانستان کې په خورا غم سره نمانځل کېږي.
روزا اوتونبایوا په هېواد کې پر نجونو محدودیتونو ته په اشارې سره وايي، د هرې ورځې په تېرېدو سره په هېواد کې د ښځو او نجونو ژوند ته ډېر زیانونه اوښتي اوړي او افغانستان شاتګ کوي.
هغې پر سرپرست حکومت غږ کړی، چې په دې اړه خپله کړنلاره بدله کړي.
د یوناما مشره، روزا اتونبایوا ویلي: زه له دې فرصت څخه په استفادې له واکمنو چارواکو څخه غوښتنه کوم چې اوسنۍ لاره بدله کړي. زه خپلې ژمنه بیا تازه کوم چې د افغان نجونو او ښځو د حقونو په برخه کې به خپله مبارزه پرېنږدم، ان که نور یې د چوپ کولو هڅه هم وکړي.»
د پوهنتون استاد، ذکي الله محمدي په دې اړه و ویل: په همدې حال کې افغانستان کې د برتانیې سفارت هم د افغان نجونو د زدکړو حق له ورکړې ملاتړ کړی.
له ماشومانو د ملګرو ملتونو ملاتړ صندوق(یونیسف) په یوه بیان کې ویلي چې د نجونو د حقونو د خوندیتوب لپاره ټولیز اقدام ته اړتیا ده او په همدې دلیل باید د ښې راتلونکې لپاره پر نجونو پانګونه وشي.
د افغانستان لپاره د برېټانیې سفارت ویلي: "نن د نجونو نړیواله ورځ ده. موږ په افغانستان کې د نجونو ځواک او وړتیا نمانځو. له ننګونو سره سره، د دوی هیلې لاهم ژوندۍ پاتي. موږ د زده کړو، روغتیا او د هغه راتلونکي لپاره چې دوی یې غوره کوي، ملاتړ کوو.»
د سیاسي چارو شنونکی، سلیم پیګیر وايي: هره ورځ چې د نجونو پرمخ ښوونځي تړلي وي. زه په دې باور یم چې موږ دا نه شو جبرانولای. دا چې درې کاله شوي نو دا جبرانېدونکي نه دي. خو که هره دقیقه، هر ساعت یا هره ورځ موږ د ښوونځيو د پرانیستو خبره وکړو دا به مو ولس او نجونو ته یوه ډالۍ ورکړې وي.
سره له دې چې اسلامي امارت تر اوسه په دې اړه څه نه دی ويلي؛ خو تر دې وړاندې یې د ښځو د حقونو پر تامین ټینګار کړی او د نجونو پر زدکړو یې بندیزونه لنډ مهاله بللي دي.