Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د پښتنو د قامي عدالت غوښتنې جرګه، د زرګونو تنو په حضور سره پيل شوه

د پښتنو د قامي عدالت غوښتنې جرګه له یوې ورځې ځنډ وروسته، نن (شبنې) په خیبرپښتونخوا کې پيل شوه.

د پاکستان له بېلابېلو سیمو په زرګونه تنو په دغې جرګه کې ګډون کړی، څو د هغو ستونزو او فشارونو په تړاو چې دوی ورسره مخ دي، خبرې اترې وکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر، منظور پښتین وايي:«دلته که زموږ علما دي، که زموږ مشران دي، که قبایلي ملکان دي، دا ستا د وطن خلک دي، له پېغورونو نه د ننګ میدان ته درته راغلي دي، ښه ډاډګیرنه ورکړئ ځوانانو!.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وایي چې، پښتانه مشران په دغه هېواد کې له روان وضعیته ستړي شوي دي.
هغه زیاتوي چې، د پښتنو ځوانان به هم د دې جرګې له پرېکړو ملاتړ وکړي.

منظور پښتین څرګندوي:«باور ولرئ چې، دا ټول مشران تنګ دي، دا ټول ستړي دي، د ټولو سیاسي ګوندونو د قبایلي او علاقه‌يي مشرانو، سماجي تنظیمونو، بېلابیلو سیمو خلک راغلي او په پوره نیت سره راغلي دي. ان‌شاالله یوه داسې پرېکړه به کېږي چې، هغه به د وطن په خیر وي.»

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن وایي چې، یو پلاوی یې په دغې جرګه کې د ګډون په موخه خیبرپښتونخوا ته استولی دی. هغه زیاتوي چې، د امنیتي ستونزو او د پښتنو پر حقونو غور د دې جرګې بنسټیز موضوعات دي.

د پاکستان جمعیت علمای اسلام مشر زیاته کړه:«ستونزې دوې دې، یوه ناامني ده په ځانګړې توګه زموږ په ایالت او په ټوله کې په ټول هېواد کې، او دویم زموږ د حقونو موضوع ده. په هغو موضوعاتو کې چې، په موږ پورې اړه لري، باید موږ ته حق راکړل شي.»

په پام کې وه چې، د پښتنو د قامي عدالت جرګه د اکټوبر پر ۱۱مه جوړه شي؛ خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په وینا، د دې جرګې د مخنیوي لپاره د پاکستان د پولیسو هڅو د دې غونډې تابیاوې ټکنی کړې او له همدې امله جرګه پر ټاکلي وخت پیل نه‌شوه. 

په پام کې ده چې، دا جرګه درې ورځې دوام ولري.

د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل‌الرحمن وایي چې، یو پلاوی یې په دغې جرګه کې د ګډون په موخه خیبرپښتونخوا ته استولی دی.

شریک یي کړئ