Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امربالمعروف وزارت: هېواد کې ۴۵۰۰ محتسبین فعالیت لري

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویاند سیف‌الاسلام خیبر طلوع‌نیوز ته وايي، د هېواد په ټولو ولایتونو کې ۴ زره او ۵۰۰ محتسبین د ټولنې د اصلاح لپاره فعالیت کوي.

ښاغلی خیبر زیاتوي، امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په هېواد کې د منکراتو مخنیوي لپاره هڅه کوي.

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت ویاند څرګندوي:«ښځو ته د میراث او دې ته ورته حقوق چې، ښځو ته په ټولنو کې نه‌ورکول کېدل، د محتسبینو پر هڅو او همکارۍ او همدارنګه نور هغه منکران چې، په دغې ټولنه کې له وخته، وخته ترسره کېدل یا اوس هم ترسره کېږي د هغوی په مخنیوي کې د محتسبینو کردار او رول واقعاً سل سلنه مثبت دی او تر دې دمه پورې ډېر ښه ځلېدلی دی.»

ښاغلی خیبر ټینګار کوي چې، محتسبین حق نه‌لري له خلکو سره جدي چلند وکړي او باید له هېوادوالو سره له نرمښته کار واخلي.

د امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت په خبره، محتسبین باید لومړی پر ځان او بیا پر خلکو الهي احکام تطبیق کړي.

سیف الاسلام خیبر وايي:«محتسیب باید اخلاق ولري، د ده اخلاق باید حسنه وي، یو څوک باید د ده په ویلو باندې خپلې غلطۍ ته ژر متوجه شي، نه دا چې، د ده تعامل له هغه سره برعکس وي چې، هغه د یوه منکر له امله بل منکر ته ولاړ شي. »

ورته مهال، ځينې دیني عالمان د ټولنې اصلاح لپاره د محتسبینو فعالیتونه مهم بولي او وايي، محتسبین باید د منکراتو ترسره کېدو مخه ونیسي.

دیني عالم محمد مبارز طلوع‌نیوز ته وايي:«دعوت‌ګرو ته لازمه ده چې، پر دغو اړخونو باندې هغه حالات بیان کړي چې، موږ له ټولنې سره لاس او ګرېوان یو. په ټولنه کې کومې ناخوالې دي، هغه ناخوالې له‌منځه یوسي او مثبت اړخونه یې د شریعت په چوکاټ کې ورته بیان کړي.»

دیني عالم سنګین قادري هم وویل:«له هر څیز نه الله تعالی (ج) ته د یوه انسان عزت ډېر قدرمن دی. نو په دعوت کې باید د انسان بې عزتي ونه‌شي، په نرمه لهجه باندې، په خوږه ژبه باندې، په اخلاقو باندې.»

تر دې وړاندې امربالمعروف او نهې عن‌المنکر وزارت ویلي و، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو راهیسې د نږدې ۵ زره نجونو د اجباري نکاح کولو مخنیوی شوی دی.

شریک یي کړئ