Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پښتین: په تېرو دوو لسیزو کې څه باندې ۷۶زره پښتانه وژل شوي

د پښتنو قامي جرګې په دویمه ورځ، د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي چې، په تېرو دوو لسیزو کې څه باندې ۷۶ زره نرینه او ښځينه پښتانه وژل شوي دي.

ښاغلی پښتن همدارنګه زیاتوي چې، څه باندې ۷ زره او ۵۰۰ تنه نور د پاکستان د پوځ له لوري د ایښودل شويو ماینونو په چاودنو کې معلول شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر وايي:«۷۶ زره ۵۸۴ پښتانه دا په ګولیو، په بمونو، په چاودنو کې په داسې جنګ کې دوی ووژل چې، هغه زموږ جنګ نه‌وو. »

په دغې جرګه کې، د پاکستان له بېلابېلو سیمو په زرګونه تنه راټول شوي چې، د مختلفو موضوع‌ګانو له هغې ډلې د تري تم شویو، د ناقانونه وژنو او په خپلو سیمو کې د شته بې‌ثباتیو په هکله پرېکړې وکړي.

منظور پښتین څرګندوي:«دا دې اعلان وکړي چې، موږ دغې جرګې ته تجویز ورکوو، نن دې جرګه اعلان وکړي چې، له نن ورځې وروسته به، هر هغه پښتون چې، د یوه یونټ قیمت له پنځو روپیو څخه زیات ورکړي، هغه به د پښتون وطن غدار وي.»

د پښتنو قامي جرګې ته منسوبې پاڼې د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې، د دغو زیانونو په تړاو یې حساب او کتاب کړی او په دې جرګه کې به په ګډه پرېکړه وکړي.
              
 د ملي عوامو ګوند مشر ایمل ولي خان په دغې جرګه کې وویل:«موږ خو درته چغې وهوو چې، اې د پاکستان واکدارانو چې، موږ پاکستان منوو؛ خو ورسره دا جرګه دا چغه وهي چې، پاکستان به دا ټول مني، د دوی حق به مني، د دوی بنیاد به مني.»        

د دې جرګې ګډونوال هم وایي چې، له ستونزو سره سره یې دې جرګې ته ځانونونه رارسولي دي.

د جرګې یو ګډونوال وايي:«موږ خو له چواڼه نه را روان شو، له ډېرو ستونزو سره مخ شوو، هلته پولیس راغلل او زموږ مخه یې ونیوله، بیا موږ لار بدله کړه او له پوستې شاته شوو؛ خو دوی بیا را څخه مخته شول او لار یې ونیوله او زموږ درې تنه یې وویشتل.» 

د جرګې یو بل ګډونوال هم څرګندوي:«لکه څنګه چې، په دا نور پاکستان کې لکه، په پنجاب کې یا په سند کې، د خلکو وخت تېرېږي، روزګار شته، تعلیم شته؛ نو زما نه تعلیم شته او نه مې روزګار شته، نه مې بچۍ ښوونځي ته تلی شي، نه هټۍوال کار کړی شي.» 

پرون هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر ویلي وو، په دې جرګه کې چې، د پښتنو مشران هره پرېکړه وکړي، پښتانه ځوانان به ترې ملاتړ وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه