د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی، په هېواد کې یووالی یوه بنسټيزه اړتیا ګڼي او پرې ټینګار کوي
ښاغلی ستانکزی وايي، افغانان باید له تېره د عبرت درس واخلي، له قوم پالنې او ځينو نورو ستونزو ډډه وکړي.
نوموړی همدارنګه زیاتوي چې، په هېواد کې سوله او ټيکاو د افغانانو په یووالي کې نغښتی او اوس د دوی ټولو مسوولیت دی چې، د هېواد د ابادۍ او پرمختګ لپاره په ګډه کار وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي:«زه په دې امید یم چې، الله پاک دې دا وطن موږ ته جوړ کړي، او الله (ج) دې زموږ خلکو ته توفیق ورکړي چې، ټول متحدانه لاسونه سره یو کړو، سره ودرېږو او دا ملک پر خپلو پښتو ودروو. دا هېواد زموږ ټولو هېواد دی، دا هېواد د ټولو قومونو ملک دی.»
ښاغلی ستانکزی د خپلو خبرو په لړ کې ټینګار کوي چې، افغانان وارداتي حکومتولي نهمني او تل يې د هېواد دښمنانو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړی دی. نوموړي همداراز د هېواد له سیاسي څېرو غوښتي چې، بېرته خپل هېواد ته راستانه شي.
شیر محمد عباس ستانکزی څرګندوي:«په دې ملک کې هرڅوک مساویانه حق لري، هېڅوک، د یوه افغان په توګه د دې حق نهلري چې، بل افغان ته ووايي، ته څوک یې او له کوم ځایه راغلی یې او څه کوئ. دا د هر افغان حق دی، دا د هر افغان وطن دی او کولای شي چې، د دغه هېواد په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي. دلته هېڅ ډول ستونزه نشته، د ټولو پر مخ وطن خلاص دی او هر څوک کولای شي چې، په ازاده خپل وطن ته راشي او شپې ورځې پهکې تېرې کړي.»
د بهرنیو چارو وزارت د دغه چارواکي په خبره، پاکستان او ایران باید د افغان کډوالو لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي او د کډوالو په تړاو پر خپل سیاست غور وکړي.
شېر محمد عباس ستانکزی زیاتوي، افغان کډوال د ایران او پاکستان د اوږو بار نهدي؛ بلکې دغه هېوادونه د افغان کډوالو پر پانګونې اباد دي.
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال زیاتوي:«زموږ کډوال چې، په ایران کې دي دا د ایران پر اوږو بار نهدي، ایران دوی ته مفته ډوډۍ نهورکوي، مفته پیسې نهورکوي، هر یو هلته کار کوي، هر یو هلته زحمت وباسي. هر یو د دوی په کارخونو کې کار کوي، ایران چې، نن اباد دی پر همدغو افغانانو اباد دی کنه.»
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، هغه فساد او ستونزې چې، پخوا په دولتي ادارو کې موجودې وې اوس په هغه کچه ستونزې نشته او د دغو ستونزو د لهمنځه وړلو لپاره هڅې روانې دي.