په کابل کې د ایران سفیر او د افغانستان لپاره د دغه هېواد ځانګړی استازی حسن کاظمي قمي وايي، د افغانانو د کډوالۍ د څپې مخنیوي او له اسلامي امارت سره د ترهګرۍ ضد مبارزه، د مسکو شپږم فارمټ غونډې مهم موضوعات وو.
ایراني رسنیو د حسن کاظمي قمي له قوله ویلي، ګاونډي هېوادونه په دې ناسته کې د افغانستان بیارغولو لپاره د اړینو شرایطو په موخه د یوه سیمهییز نوښت په چوکاټ کې راټول شوي وو.
حسن کاظمي قمي په دې هکله ویلي:«په حقیقت کې د مسکو فارمټ ناسته کې ګاونډي هېوادونه د یوه سیمهییز نوښت په چوکاټ کې راټول شوي چې، له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په برخه کې مرسته وشي او د افغانستان بیارغولو لپاره لومړني شرایط باید وارزول شي چې، د کډوالۍ له څپې مخنیوی وشي.»
د سیاسي چارو شنونکی امانالله هوتکي په دې هکله څرګندوي:«د افغانستان د سرپرست حکومت لپاره لازمه ده چې، له هېوادونو سره ښې اړیکې ولري او موږ په سیاسي، اقتصادي او نورو برخو کې اړتیاوې لرو او له هېوادونو سره په همغږۍ ننګونې حل کړو.»
د ښاغلي قمي په خبره، په نړۍواله برخه کې د روانو بدلونونو په ځانګړي ډول فلسطین، لبنان او دغهراز د افغانستان موضوع د مهمو سیمهییزو لومړیتوبونو له ډلې ده.
د افغانستان لپاره د ایران ځانګړی استازی او سفیر څرګندوي:«له ستونزو وتلو یوه لار او د افغانستان سرپرست حکومت او خلکو سره مرسته د سیمې او ګاونډیو هېوادونو له ظرفیتونو څخه ګټنه ده.»
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر طلوعنیوز ته وویل:«ترهګري یوه نړۍواله ستونزه ده او په نړۍواله کچه د هغه پر ضد مبارزه وشي. په دې برخه کې، د سیمې او نړۍ هېوادونه کولای شي چې، له افغانستان سره مرسته وکړي.»
د افغانستان په اړه د مسکو فارمټ شپږمه ناسته د تلې په دیارلسمه د اسلامي امارت چارواکو، چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، روسیه، تاجیکستان او ازبیکستان ځانګړو استازو په حضور کې جوړه شوه.
په دې اړه مو اندونه