د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت په تیرو درېیو میاشتو کې له ۱،۶ میلیونو د زیاتو سیمکارتونو له ثبته خبر ورکوي.
وزارت همدا راز د سیمکارتونو د ثبت په برخه کې د اسانتیاو د رامنځته کولو لپاره د کارکوونکو شمیر هم زیات کړی دی.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت ویاند، عنایت الله الکوزی وايي: د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د اترا ریاست د معلوماتو لمخې، په تېرو درېیو میاشتو کې ۱ اعشاریه ۶ میلیونه سیمکارټونه ثبت او راجسټر شوي دي.
دا کار یې د قانوني کولو په موخه ښه مدیریت کړې ده او د افغانانو غوښتنه هم وه. موږ د دغې برخې د کارکوونکو شمېر هم زیات کړی دی. څو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي.»
اخوا، هېوادوال د سیمکارټونو ثبت ددې لپاره ګټور ګڼي چې د جنايي جرمونو کچه ورسره راټيټیږي.
د کابل یو اوسېدونکی، حکیم زاده طلوع نیوز ته وايي: «د سیمکارټونو ثبت د امنیت لپاره ډېر ښه دي. هم د امنیت لپاره هم د مسوولیت لپاره، یانې که څوک سیمکارټ لري مسوولیت هم لري.»
د کابل یو بل اوسېدونکی، محمد اسحاق وايي: « له مخابراتو وزارته زموږ یوه غوښتنه ده چې موږ سیمکارټونه یو ځل راجسټر کړي بیا هم راته دا پیغام ایښودل کیږي او کله چې زنګ هم وهو دا پیغام راځي چې خپل سیمکارټونه راجسټر کړئ. دا کار موږ ځوروي.»
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د ویاند په وینا، په ټوله کې په ټول افغانستان کې ۲۵ میلیونه فعال سیمکارټونه دي چې ۱۳ اعشاریه ۹ میلیون یې په قانوني بڼه ثبت شوي دي.
په دې اړه مو اندونه