د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د سېشنبې په ورځ کاپیسا کې په یوې غونډه کې ویلي چې، د دوحې په هوکړهلیک د اسلام پر خلاف هېڅ ډول معامله نهه شوې او د امریکا له متحده ایالاتو سره د پټې معاملې په تړاو ادعاوې هم بې بنسټه دي.
د ریاستالوزرا سیاسي مرستیال په دغې ولسي غونډه کې زیاته کړې چې، له نړۍ سره د اسلامي امارت اړیکې د پراختیا په حال کې دي او په بېلابېلو هېوادونو کې د اسلامي امارت ۴۰ استازولۍ فعالې دي.
مولوي عبدالکبیر په دې هکله زیاتوي:«د دوحې په مذاکراتو کې له امریکایانو سره په اصلي معاهدې او ضمایمو کې هېڅ داسې څه نهدي منلي چې، اسلام موږ ته اجازه نهراکوي. یوه نقطه دې څوک مخته کړي دا ګز دا میدان، نه موږ اډه ورسره منلې ده او نه مو ایتلافي نظام منلی دی او نه مو غلامي منلې ده او نه مو د هغوی فرمایشات منلي دي. یوازې هغوی له موږه دومره وخت غوښته چې، موږ ته د وتلو لپاره زیات وخت راکړئ، امارت به شاید زیات وخت نه ورکوه چې، له دغه ځایه لږ ژر ووزي. پر دغو به خبرې روانې وې، دا چې دوی موږ ته یې ویلي وي چې، موږ ته د بګرام اډه راکړئ او موږ ورته ویلي وي چې، نه یې درکوو دا چې دوی ویلي وي چې موږ ته په کاپیسا کې د فرانسویانو ته اډه راکړئ موږ ویلي وي چې نهیې درکوو، داسې څه نهدي شوي.»
خو د دفاع وزارت لوی درستیز فصیحالدین فطرت په دې ناسته کې، په غزه کې د اسراییل روانې جګړې په اړه د بشري حقونو د ملاتړو بنسټونو او سازمانونو پر چوپتیا نیوکه کوي او د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې د دغو سازمانونو او بنسټونو شعارونه او فعالیتونه دروغ ګڼي.
ښاغلی فطرت څرګندوي:«د بشري حقونو هغو دروغجنو سازمانونو ته خواشیني یو چې، هره ورځ په غزې او لبنان کې د مسلمانانو ماشومان، ښځې، سپینږیري تر کنډوالو لاندې بند پاتې کېږي، د بشري حقونو د نقض غږ نهپورته کوي.»
بل پلو سیمهییز مسوولان او د دغې غونډې ځینې ګډون وال د دغه ولایت د باغ درې برېښنا بند او د ګلبهار نساجي کارخونې بیا فعالولو غوښتنه کوي.
د کاپیسا والي احسانالله بریال وايي:«د کاپیسا په کچه، زموږ او تاسې د ګلبهار د نساجۍ فابریکه، زموږ د درې د بند، یا زموږ د عام ولس د سړکونو د ابادۍ په هکله چې، کومې خبرې شوې دي. له خپل امیر نه شوي دي.»
د کاپیسا د علماوو شورا رییس احسان الله ناصح هم څرګندوي:«موږ دلته کلي قصبې او غرونه لرو، لېرې پرتې سیمې لرو، په هغو کې اړتیاوې لرو الله (ج) دې وکړي چې، د دوی توجه موږ ته را واوړي او موږ ته سړکونه، کوڅې او پلونه راته منظور کړي.»
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال دغهراز زیاتوي چې، د پخوا پرتله له اسلامي امارت سره د ملګرو ملتونو سازمان، روسیه، چین اړیکې پراخې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه