د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو د عالي کمېشنرۍ په ۷۵ مه غونډه کې د دغه سازمان عالي کمېشنر فیلیپو ګرانډي وايي، په ایران او پاکستان کې د افغان کډوالو ملاتړ ته دوام ورکوي.
ښاغلي ګرانډي له ټولو هغو هېوادونو چې، د کډوالو کوربتوب کوي غواړي چې، افغانان په جبري توګه له خپل هېواده ونه باسي.
د ملګرو ملتونو د کډالو چارو عالي کمېشنر زیاتوي:«موږ په واقعیت کې دې غوښتنې ته چې، کوربه هېوادونه هېڅ یو افغان د هغه د خوښې پرخلاف ونه باسي، دوام ورکو. موږ له ایران او پاکستان سره چې، دواړه له څو لسیزو راهیسې د افغان کډوالو کوربتوب کړی، کار کوو څو د خوندیتوب فضا وساتو او د کډوالو او کوربه هېوادونو د ملاتړ لپاره نورې لارې چارې ولټوو.»
د کډوالۍ چارو ځينې کارپوهان وايي چې، د ملګر ملتونو سازمان د قانوني اسناد نهلرونکو، کډوالو د ستونزو د حل په برخه کې اغېزناک رول لوبولی شي.
د کډوالو د حقونو فعال جمعه خان پویا په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«هغه کډوال چې، افغانستان ته ستنېدو ته لېواله دي، باید له هغو اسانتیاوو څخه چې، د کډوالۍ د نړۍوال سازمان له لوري رامنځته کېږي، په محترمانه توګه هېواد ته ستانه شي.»
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پيګیر هم وايي:«د ملګرو ملتونو سازمان کولای شي چې، د افغان کډوالو ستونزې په ځانګړې توګه په ایران او پاکستان کې حل کړي. په دې وروستیو کې وینوو چې، د دواړو هېوادونو د چارواکو له لوري د افغانان په حق کې ډېر ظلم کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې، تر دې وړاندې د ایران د خراسان رضوي د اتباعو او کډوالو د چارو مدیر ویلي و چې، په تېرو شپږو میاشتو کې یې له ایرانه څه باندې ۲۷۰ زره ناقانونه کډوال ایستلي دي.