د مخابراتي خدماتو د تنظیم ادارې په وینا په لرو پرتو سیمو کې د مخابراتي سایتونو د ځای پرځای کولو بهیر دوام لري.
ددغې ادارې د ویاند په وینا، په بیلابیلو ولایتونو کې د مخابراتي شبکو د کیفیت او قیمت تر څارنې لاندی دی او د شبکو د عوایدو په تحلیل سره په نظر کې لري چې د مخابراتي خدماتو بیه راټیته کړي.
د اترا ادارې ویاند، جلالالدین شمس وايي: د مخابراتي شرکتونو د عوایدو او مصارفو د تحلیل پر بنسټ دوی ته سقف ټاکل شوي وو چې خوشبختانه مارکیټ کې رقابت رامنځته شو. اوس یو ځل بیا د لګښتونو او عوایدو تحلیل شوی او نږدې راتلونکي کې به قیمتونه وټاکل شي چې ورسره به د انټرنېټ قیمتونه نور هم راټیټ شي.
د مخابراتي او انترنټي خدماتو ټیټ کیفیت او لوړه بیه تل د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د خلکو له نیوکو سره مخ شوې ده.
کارپوهان بیا د مخابراتي خدمتونو پراختيا د اقتصادي فعاليتونو د ښه والي او د پوهنې او لوړو زده کړو په برخه کې د اسانتياوو د رامنځته کېدو لپاره حیاتي ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی، ادریس محمدي ځاځي په دې اړه و ویل: هغه پوهنتون او پوهنځي چې له انټرنیټ سره نښلول شوي وي له هغو پوهنتونونو او پوهنځیو مؤثر تمام شوي چې انټرنیټ نه لري.
د اقتصادي چارو شنونکی، عبدالظهور مدبر وايي: انټرنیټ د اوسني بشر یوه اړتیا ده. که په ټولنیز مقیاس وي او که په سوداګریز مقیاس وي. که قیمتونه یې کم وي، سایټونه زیات وي او د خلکو لاسرسی زیات وي نو په کار او سوداګرۍ کې زیات اغېز لري.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د یوې شبکې د پېرودونکو تر منځ د یوې دقیقې ټیلیفوني اړیکې بیه ۱.۸۵ افغانۍ او له یوې مخابراتي شبکې بلې شبکې ته ۲.۲ افغانۍ او د یو جي بي انټرنیټ بیه ۱۱۰ افغانۍ ټاکل شوې وه.
په دې اړه مو اندونه