له دوه میاشتني ځنډ وروسته د تورخم- پېښور لویه لاره د سوداګرو پر مخ پرانېستل شوه.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي، د ډيورند فرضي کرښې په ها غاړه کې د دوو قومونو تر منځ د منازعې له امله د تورخم- پېښور لویه لاره د لویو باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې وه؛ خو نورو موټرو بیا په سختو لارو تګ راتګ کولی شوای.
حمدالله فطرت وايي: تورخم لار په بشپړه توګه نه وه تړلې شوې، البته له کرښې هاغاړه د دوه قومونو ترمنځ د شخړې له امله سړک تړل شوی و، چې بیا یوه خامه لار یې څنګ ته خلاصه وه چې وړوکو موټرو پرې تګ راتګ کاوه او با وړونکو موټرو ته پرې لار نه وه چې اوس د دغې شخړې له پایته رسېدو سره ځايي خلکو دغه لار پرانیستې ده.
د افغانستان - پاکستان د سوداګرۍ ګډه خونه وايي چې په دې موده کې یې د تورخم بندر د بیا پرانیستلو په موخه په ځلونو د دواړو هېوادونو او دغې خونې چارواکو هڅې کړې دي.
د یادې خونې د اجرایوي رییس په وینا له دوه میاشتو د زیاتې مودې لپاره د تورخم بندر تړل کېدو دواړه لوري زیانمن کړي دي.
د افغانستان- پاکستان د سوداګرۍ ګډې خونې اجرایوي رییس، نقیب الله ساپی بیا په دې اړه وايي: د تورخم نه هاغاړه، د دوو قومونو ترمنځ چې کوکي خیل و له تېرو دوو میاشتو راهیسې شخړه وه چې لار ورسره تړل شوې وه. د دغه پرلت له امله د افغانستان د بار وړونکو موټرو تګ راتګ ستونزمن شوی و.
بل لور ته یو شمېر سوداګر وایي، د پاکستان له لوري پر صادراتي توکو د تعرفې لوړوالی هغه ستونزه ده چې لا هم نه ده حل شوې.
یوه سوداګر، زلمي عظیمي په دې اړه و ویل: د خصوصي سکټور په ځانګړې توګه د میوې سوداګرو ته ډېر زیات زیان اوښتی دی خو په بندرونو کې چې کومې تعارفې لوړې شوې وې هغه اوس هم پخپل حال دي.
د سوداګرۍ او پانګونې خونې د معلوماتو له مخې تیر کال له پاکستان سره شاوخوا دوه میلیارده ډالره راکړه ورکړه شوې چې یو میلیارد ډالر یې صادرات وو.
خو سږ کال د تورخم بندر کې د ستونزو له امله د سوداګریزې راکړې ورکړې کچه ټېټه شوې ده.
په دې اړه مو اندونه