سږکال د لرګیو بیې لوړې شوي؛ خو د ډبرو سکرو بیه بیا راټيټه شوې ده.
د لرګیو د پلورونکو ټولنه وایي، د ډبرو سکرو د هر ټن بیه کې نږدې زر افغانۍ کمه شوې ده.
د لرګیو پلورونکو د ټولنې غړی، اجمل واحدي وایي: « تېر کال پر تله بیې غوره دي. تېر کال مو یو خروار د ډبرو سکاره په ۸ زره افغانۍ پلورل خو سږ کال اووه زره افغانۍ دي. لامل یې دا دی چې له پاکستان سره ډېرې هوکړې وې.»
له دې سره سم، د کابل یو شمېر اوسېدونکي د اقتصادي ستونزو له امله له اړوندو مسوولینو غواړي چې، د لرګیو بیې هم راټيټې کړي.
دوی وایي چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شي کولای په دې بیه د ژمي لپاره لرګي او د د ډبرو سکاره وپېري.
پېرونکي، ګل محمد و ویل:« نن راغلم چې لږګي واخلم، یو خروار له ۱۲ زرو تر ۱۳ زرو افغانیو دي. بې وزله یم او نشم کولای چې پوره یې کړم.»
د لرګیو یو بل پېرونکي، کریم و ویل: « له دولته غواړو چې د لرګیو بیو ته پام وکړي څو غریبان وکولای شي وایي خلي.»
د لرګیو پلورونکو ټولنې د مسوولینو په خبره یو خروار لرګي په بازارونو کې ۱۳ زره افغانۍ دي چې د تېر کال پر تله په بیو کې درې زره افغانۍ زیاتوالی راغلی.